هېواد کې ګڼشمېر ځوانان له بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي چې کوچنیو برخو کې د کاري فرصتونو رامنځتهکېدل به د فقر کمېدو، دندو او ټولنیزې هوساینې برخه کې مهم رول لري.
سلاموطندار په دې راپور کې له شپږو ځوانانو سره خبرې کړي چې په بېلابېلو کوچنیو برخو کې یې، نورو ته د کار زمینه برابره کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد ځوانان وايي چې د شغلي فرصتونو نشتون، ازاد شغل ته د دوی لېوالتیا، د کار بازار تقاضا او د مالي خپلواکي حس درلودل لامل شوي چې دوی کوچنیو برخو کې کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته وهڅوي.
سبحانالله درانی چې کرنې برخه کې لوړې زدهکړې لري، خو په ودانیزو برخو کې یې د کاري فرصت برابرېدو ته مخه کړې.
هغه وايي چې د میاشتې له ۳۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالره عواید لري او پنځه کاله کېږي چې دې برخه کې پر کار بوخت دی. «پنځه کاله کېږي چې دې برخه کې یوازې یم، کوم شرکت ندی چې کار وکړم. له صفر مې پیل کړ او د الله شکر دی یو چېرته رسېدلی یم. له یوه ناڅېز شي مې د شیانو جوړېدل، پیل کړل، له کارټن، توپ، له دې شیانو مې پیل وکړ. له ۸۰ دېرې پروژې وې چې بشپړې او اجرا مې کړې.»
۲۰کلنه نرګس چې له ۲۰۲۳کال راهیسې د ګاڼو ډیزاین او جوړولو ته یې مخه کړې، وايي، دې کار مالي خپلواکي ته رسولې. «ما له دوو کلونو راهیسې دا پلټنه کوله چې څنګه مالي خپلواکي ته ورسېږم، خپل برنډ ولرم چې لاس مې چاته ونهغځېږي او ټولنیزې رسنۍ به مې کتلې، له ځان سره به مې فکر کاوه چې دوی یې، کولای شي، نور زه یې ولې نشم کولای؟»
بلخوا د بلخ اوسېدونکې ۳۲کلنه زلیخان بیا له ۱۷کلنۍ د ښځو سینګار برخه کې کار پیل کړی چې له دې لارې د ښه عوایدو ترلاسه کولو سره یې، اوس له ورونو سره په یوه شرکت کې ونډهواله ده. شتمني مې دومره شوه چې له خپلو ورونو سره په یوه ودانیز شرکت کې شریکه شم او اوس هم همکاره یم.»
د بغلان اوسېدونکی تاجالدین بیا تېرو درېوو کلونو کې په عوایدو یو سوپرمارکېټ جوړ کړی. هغه وايي، دغه سوپر مارکېټ نوموړي ته په یوه پایښتلرونکي عوایدو بدل شوی. »۱۴۰۱کال کې قصبې ته راغلو او دلته مې هټۍ پیل کړه چې یو سوپر مارکېټ مې واخیست او کار مې پیل کړ.»
د هرات اوسېدونکې ۲۵کلنه شبنم چې په ۳۰۰۰ افغانۍ انلاین صرافي ته مخه کړې، وايي: «۳۰۰۰ افغانۍ مې درلودې او دا افغانۍ مې ورو ورو اته او لسو زرو ته پورته کړې.»
د خوست اوسېدونکی ۳۳کلن وزیرالله هم انلاین سوداګري پیل کړې او اوس دې برخه کې فعالیت کوي. دی وايي، دې فعالیت ورته د کار زمینه برابره کړې او اوس مالي خپلواکي ته رسېدلی دی. «شخصي ستونزې مې لامل شوې چې تجارت پیل کړم او نېکهمرغه چې اوس پکې بریالی یم.»
د یادو ځوانان کارونه دا ښيي چې نوښت، هڅه او شته ننګونو پر وړاندې له فرصتونو ګټه اخیستل او مبارزه کولای شي چې هر خنډ لهمنځه یوسي او بریالیتوب ته ورسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران سلاموطندار ته وايي چې یاد وزارت د ځوانانو ظرفیت لوړونې برخه کې بېلابېل پروګرامونه لري او دوی ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
هغه وویل: «حرفوي زدهکړې، د فریلانس پروګرامونه، ګرافیک برخه کې ازاده سوداګري چې لرو، امازون د ځوانانو معینیت د کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار او کندوز کې ځوانانو ته دې مرکزونو کې روان دي او دې برخه کې ځوانان روزل کېږي. د ځوانانو معینیت بل پروګرام د سوداګرۍ لارې چارې ښودل دي چې یوشمېر ځوانانو سره کار کېږي.»
وروستیو کلونو پرمهال کوچني کارونه د ځوانانو لپاره د عوایدو پر مهمې سرچینې بدل شوی او دوی مالي خپلواکي ته هم رسولی شي چې د سرچینو کمښت، د ملاتړ نشتون، سربېره بیا هم دا چاره د ځوانانو پر ودې او کاريفرصتونو رامنځتهکېدو باندې اغېز لري.


