د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د تېرو دوهنیمو میاشتو پر مهال ۴۵۰ عدد چارتراش لرګي نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومنداني د ځنګلونو ساتې (شنې قطعې) قومندان قاري شيرين اغا بدر سلاموطندار ته وایي چې د دې ولایت په خوږياڼو، پچيراګام، اچين، سپين غر او يوشمېر نورو ولسواليو کې دغه چارتراش نیول شوي دي.
د بدر په وینا، له دې وړاندې به په دغو ولسوالیو کې د خلکو له لوري ځنګلونه پرې کېدل او لرګي به یی په قاچاقي توګه هېوادونو ته لېږدول کېدل چې د ځنګلونو قطعې له جوړېدو سره یې مخه نیول شوې.
د ننګرهار د امنيې قومنداني د ځنګلونو ساتې (شنې قطعې) قومندان قاري شيرين اغا بدر په ياده برخه کې د خلکو او ولسونو همکاري اړینه بولي او غوښتنه کوي چې د ځنګلونو پرې کولو او قاچاق مخنيوي برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.