د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکي وايي، د ولسوالي په کچه یوازې یو ښوونځی لري چې ودانۍ یې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړه شوې ده.
د یادې ولسوالي اوسېدونکو سلاموطندار ته وویل چې ماشومان یې د ښوونځیو نشتون له امله جوماتونو کې له ملا امامانو څخه لومړنۍ زدهکړې کوي.
د نهرسراج اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې دغه ولسوالي کې ورته ښوونځي او دیني مدرسې جوړې کړي.
د نهرسراج اوسېدونکي میرزمان سلاموطندار ته وویل: «ماشومان مو چېرته لاړ شي، ښوونځی نشته، یوازې مسجد ته ځي او بس. دغه ښوونځی خو ویجاړه دی، زموږ اسلامي امارت څخه غوښتنه ده چي مکاتب او مدرسې جوړي کړي.»
د نهرسراج ولسوالي مالي او اداري مسوول حافظ عبدالله جان هم د ښوونځیو نشتون تاییدوي، خو وايي، د دې ولسي اړتیا په تړاو يې جګپوړو چارواکو سره خبرې کړي.
ورته مهال د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان سره له دې چې وايي، د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي زدهکړو څخه بېبرخې دي، خو په خبره یې، هڅه کوي چې د ټولو سیمو اوسېدونکو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د هلمند د پوهنې رییس محمدعوض انصاري په دې اړ وویل: «هلمند کې ډېری سیمې له زدهکړو بېبرخې پاته دي، موږ هڅه کوو چي یادو ساحو کې هغه ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړو، ځکه هلمند ډېرې پراخې ساحې، ډېرې دښتې يې تازه ابادي شوي، پدې دښتو کې هم ډېری ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاته دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نهرسراج ولسوالي کې د ښوونځیو نهشتون څخه ولسي شکایتونه داسې مهال دي چې د تېرو جګړو پرمهال هلمند کې ګڼشمېر ښوونځي په یو مخیزه توګه لهمنځه تللي او په دلیل یې زیات شمېر زدهکونکي له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي دي.