Asset 1SWN

لغمان کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

02b97387-3d6c-44b2-8cb1-9c589be9d7e5 (1)

د لغمان د ورزش امریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ پرون جمعه د کب ۱۲مه د هېواد د لسو بېلابېلو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ پیل شوي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملي لوبډلې د غوراوي په ډې سیالیو کې به لوبغاړي په بېلابېلو وزني کټګوریو کې د یوه بل پر وړاندې سیالي وکړي.

په ورته مهال د یادو سیالیو د پیل په اړه جوړ شویو مراسمو ته د لغمان د ورزش امر مجیب‌الرحمن رحماني له اړوند مسوولانو او ادارو غوښتنه وکړه چې راتلونکې کې هم دغه ولایت کې ورته سیالۍ پر لاره واچوي.

نوموړي وویل: «موږ تر اوسه د دې غورواي سیالیو ښه کوربه‌توب کړی دی. له مسوولو ادارو زما غوښتنه دا ده چې دا ډول سیالۍ نورې هم په لغمان کې ترسره کړي.»

بل‌خوا د لغمان د پهلوانۍ فدراسیون رییس دواجان حیدري وايي چې دا سیالي به پنځه ورځې دوام وکړي او په وینا یې، ۱۵۰ لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.

هغه وویل: «له دې لوبو څخه به ملي ټیم ته هر وزن کې یو یا دوه لوبغاړي انتخاب شي چې له تمریناتو وروسته به بهرنیو هېوادونو ته هم لوبو ته غوره شي.»

په ورته مهال په یادو سیالیو کې ګډون کوونکي لوبغاړي هم خوښ دي او وايي چې دوی له اړوندو ادارو غواړي چې دې لوبو ته دې زیاته پاملرنه وکړي.

د کابل ټیم لوبغاړي عقب‌الله نظامي وویل: «دا سیالۍ رښتیا هم ډېرې عالي وې، زه زیات خوشاله یم چې برخه مې په‌کې اخیستې، له حکومت مې غوښتنه ده چې دې سیالیو ته نوره هم پاملرنه زیاته کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د چارواکو په وینا، په یادو سیالیو کې له لغمان سربېره د پنجشېر، هرات، ننګرهار، بلخ او یو‌شمېر نورو ولایتونو څخه د پهلوانۍ لوبغاړو ګډون کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام