د تخار اوسېدونکي وايي چې نن چهارشنبه د لړم ۲۵مه د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټر ماین چاودنه شوې ده.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه د تالقان ښار د درېیم ګدام سرک سیمه کې د تخار د امنیې قومنداني د ځواکونو او د زندانیانو پر یوه موټر شوې.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین صافی د یادې پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې دغه چاودنه د تالقان ښار د محکمې ریاست ته څېرمه شوې او تلفات نه لري.
تراوسه کوم چا یا ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راپدېخوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې وخت نا وخت د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټر ماین چاودنې شوې دي.