د اسلامي امارت سرپرست حکومت د ایران د شېراز شاه‌شجاع زیارت کې پر زیارت کوونکو د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې «وحشیانه» عمل بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد یاد برید پرون جمعه د لړم شپږمه غندلی او پر خپله ټوېټرپاڼه یې لیکلي: «اسلامي امارت د ایران شېراز کې پر زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو وحشیانه برید په کلکه غندي او د قربانیانو کورنیو او د ایران له ټولو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوني.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. ذبېح‌الله مجاهد د یاد برید عاملان چې افغانستان کې یې هم ورته بریدونه کړي د «اسلام او مسلمانانو دښمنان» بللي دي.

نوموړي لیکلي: «متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.»

د روانې لړم میاشتې په څلورمه نېټه چهارشنبه ماښام د ایران شېراز کې شاه‌چراغ زیارت ته یو وسله‌وال کس دننه کې او زیارت کې پر خلکو ډزې کوي چې په پایله کې له ۳۰ زیات کسان ټپي او وژل کېږي.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې وسله‌وال کس د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام