د هرات ځايي مسوولان وايي چې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۴ زره ټنه پسته ترلاسه شوې ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وویل، روان کال د دغه ولایت د پستې ځنګلونو څخه له ۳.۵ څخه تر ۴ زره ټنه پسته راټوله شوې چې د خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د سږکال پسته په عادلانه توګه د هرات او نورو ولایتونو زرګونه اوسېدونکو له‌‌خوا راټوله شوې ده.

ورته وخت کې د هرات د کشک‌ کهنه ولسوال ملا سنګین عابد وايي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پستې ځنګلونو پر ساتنه بشپړ کنټرول درلود او تر پخېدو پورې یې هیڅ چا ته د راټولولو اجازه نه ده ورکړې.

د هرات د کرنې رییس په وینا، د اسلامي امارت ځواکونه دغه ولسوالي کې د پستې له ټولو ځنګلونو ساتنه کوي او د پرې کولو او غصب اجازه یې چا ته نه ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې سره یوشمېر هغه کسان چې د پستې راټولولو له لارې ګټه ترلاسه کوي وايي، سږ کال یې پرته له کومې امنیتي اندېښنې د پستې راټولولو له لارې ښه ګټه کړې او خپلې اقتصادي ستونزې به پرې حل کړي.

د هرات د کشک کهنه ولسوالي اوسېدونکی وحید احمد وايي، د پستې راټولولو له لارې یې یوه ورځ کې ۹ زره افغانۍ ګټه کړې ده.

د یادونې ده چې د هرات اوسېدونکو تېر کال له وخت وړاندې د پستې راټولول پیل کړي وو او سره له دې چې خامه وه، خلکو هم دومره ګټه نه وه کړې. خو سږکال د زورواکو له لاسوهنې پرته، خلکو په عادي توګه وکولای شول له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام