د اسلامي امارت له‌خوا پر ښځو د بندیزونو د لګېدو او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو بندېدو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت د دغه اقداماتو په غبرګون کې پر هغوی هم بندیزونه ولګوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارې مسوولې هیدر بار نن په یوې اعلامیې کې له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت چارواکو پر سفرونو د بندیز لګولو غوښتنه کړې او ویلي چې له اسلامي امارت سره دې د داسې غونډو له جوړولو ډډه وشي چې د هغوی د اعتبار سبب ګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بار زیاته کړې: « دولتونه باید د سفرونو د معافیت پای ته رسېدو چې ځینې لوړپوړي طالب چارواکي محدودوي ملاتړ وکړي، هغوی باید د داسې ناستو چې د طالب مشرانو د اعتبار لامل کېږي، له جوړولو ډډه وکړي.»

دغه‌راز، د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د چارو مسوولې له مرسته کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا، جرمني، بریټانیا او اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان مرسته کوونکو هېوادونو ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د ملاتړ ټولنو سره همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی، د هغو نجونو لپاره چې د تېرو اوو میاشتو راهیسې له زده‌کړو محرومې شوي، باید د زده‌کړو نوي پروګرامونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو دوو اونیو کې پر ښځو او نجونو تازه بندیزونه لګولي. د اسلامي امارت چارواکو وروستی بندیز دا دی چې له محرم پرته د ښځو پر سفر یې بندیز لګولی او دغه‌راز، هوایي شرکتونو ته یې لارښوونه کړې چې د شرعي محرم پرته بهر ته د ښځو د سفر مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام