د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست د کارکوونکو په ګډون د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور یې ۶۰ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د امنیت ریاست ۶۰ کسان چې د پاسپورټ عمومي ریاست یو‌شمېر کارکوونکي هم پکې شامل دي، د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور نیولي دي. نیول شوي کسان د جعلي پاسپورټونو د چاپ او د جعلي حکمونو په جوړولو تورن پېژند شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت په پاسپورټ ریاست کې د جعل‌کارۍ په تور یوشمېر کسان نیولي وو.

د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ عمومي ریاست بېګاه شپه اعلان وکړ چې د بایومټریک اله کې د تخنیکو ستونزو له کبله یې د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام