د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو سرپرست رییس انصارالله انصار سلاموطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالي کې یې د غیرمسووله وسلهوالو د یوه قومندان حاجي فتح په مرکز کې دوه جسدونه موندلي دي.
انصار په دغه پیغام کې لیکلي، موندل شوي جسدونه د تخار ولایت د اشکمش ولسوالي اوسېدونکي دي چې د خپلوانو په وینا یې، ۸میاشتې وړاندې د تخار-کندوز په لویه لار د بنګي ولسوالي له «چشمه بنګي» سیمې څخه د حاجي فتح قومندان وسلهوالو کسانو لومړۍ له ځان سره بېولي او وروسته یې په داسې حال کې وژلي چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د وژل شویو کسانو د خپلوانو د معلوماتو له مخې یې، جسدونه پرون د یاد قومندان د مرکز په یوه ژوره کندنه کې وموندل او خپلوانو ته یې وسپارل.
د وژل شویو کسانو خپلوانو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.
د یادونې وړ ده چې قومندان حاجي فتح په مخکیني حکومت کې د کندوز ولایت د خاناباد ولسوالي غیرې مسووله وسلهوال و چې د شخصي د ښمنیو له امله له دغه ولایت څخه تښتېدلی وو او د «چشمه بنګي» سیمه یې ځان ته مرکز جوړ کړی وو او د طالبانو پرضد یې جګړه کوله.
بلخوا ویل کېږي چې پرون په ننګرهار ولایت کې د مخکیني حکومت یوه کارکوونکي څخه سر پرې شوی دی.