ولسمشر محمداشرف غني نن د کانونو اوونۍ په غونډه کې وویل چې افغان دولت په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړه او په خبره یې، هغوی چې سوله نه کوي، باغیان دي.

هغه پر بادغېس ولایت د طالبانو پروني برید ته په اشارې وویل چې د دغه برید د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات وکړل او یاده ډله یې سخته وځپله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر د افغانستان پر پراخو استخراجي صنایعو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، افغانان هر څه لري او په‌کار ده چې ترې ګټه واخلي. نوموړي وویل، افغانان باید د تاریخ قرباني نه  شي، بلکې خپله یې جوړ کړي.

ولسمشر غني وویل، افغانستان د نورو طبیعي سرچینو ترڅنګ، ښه مرمر هم لري او په وینا یې، له ترکمنستان سره یې په اړه خبرې کړي، څو د افغانستان مرمر په ښه بیه وپېري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام