ولسمشر محمد اشرف غني  نن نيمروز ولايت کې د کمال خان بند پرانیسته وکړه. د ياد بند پرانيستل په داسې حال کې کېږي چې د وري مياشتې څلورمه نېټه د اوبو د مديريت ملي ورځ نومول شوې ده. د کمال‌خان بند پرانيستلو کې له جمهور رييس غني سره د نوموړي مرستيالان او يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.

جمهور رييس د کمال‌خان بند د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، د ياد بند يو کانال به روان کال بشپړ شي او دولت هوډ لري چې د ياد بند ټولو کانالونه بشپړ کړي. ولسمشر غني ټينګار کوي چې دولت د افغانستان اوبه په جدي توګه مديريت کوي.

ولسمشر غني ايران ته په خطاب کې وويل: « که تېل راکوئ له ما اوبه وغواړئ او د هېواد اوبه چاته وړيا نه ورکوو او دا په وياړ پر ايران پلورو.»

نوموړی وايي چې له ايران سره په خبرو کې هغوی ته ووايي چې کمال‌خان بند نه يوازې د افغانانو د اوبو زېرمه ده، بلکې د ايران د ابو زېرمه هم ده.

محمد اشرف غني له ايران سره د هلمند د سيند د اوبو هوکړه د افغانانو هوکړه ګڼي او ټينګار کوي: « له دې وروسته د هلمند د سيند کلۍ له افغانانو سره ده او له ايران سره خپله ژمنه اجرا کوي؛ خو له ژمنې ډېر بايد خبرې وشي.»

محمداشرف غني زياتوي، د دوه هېوادونو «افغانستان او ایران» اقتصاد يو د بل  بشړونکي دي، نه مخالف.

ولسمشر وايي: « د نيمروز راتلونکی نه يوازې کمال‌خان بند پورې تړلی بلکې دې پورې تړلی چې زرنج پر يوه پياوړي نړيوال بندر بدل شي او د زرنج کلۍ چابهار دی.»

جمهور رييس زياتوي، اوس هم اوبه شته او هم مديريت او افغانان نه بايد نورو ته د خيرات لاس اوږد کړي. ولسمشر ټينګار وکړ چې د هېواد ملي ګټو لپاره سر ورکوي؛ خو شاته نه ګرځي.

ولسمشر غنی طالبان په دې تورت کړل چې هېواد کې يې د ميليونونو ډالرو په ارزښت تاسيسات وران کړي او وايي: « طالبه! که سبا سوله راشي چېرته به ژوند وکړئ، څه به وخورئ؟»

جمهور رييس غني په نامستقیم ډول د زلمي خلیل‌زاد د سولې طرحې ته په اشارې سره وويل: « اوازې راځي، کاغذونه او طرحې راځي؛ خو موږ له هغو کسانو نه يوو چې له دې بادونو سره وخوځېږو.»

کمال‌خان بند د هېواد يو له مهمو د اوبو بندرونو شمېرل کېږي چې د ډيزاین او جوړېدو چارې يې په ۱۳۵۴ کال کې پيل شوې وې. د ياد بند د لومړۍ مرحلې کار په ۱۳۹۱ او د دويمې هغې يې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ شو.  د درېيم فاز کارونه يې هم د ۱۳۹۶ کال د وري مياشتې په وروستيو کې پيل شوي وو. په هغه وخت کې د ياد بند جوړېدو لپاره ۷۸ میليونه ډالره لګښت ښودل شوی و؛ خو اوس چارواکي وايي، د کمال‌خان بند پر جوړېدو ۲۰۰ ميليونه ډالره لګښت راغلی دی.

د دغه بند د اوبو د زېرمه کولو کار د تېر کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول. د کمال خان بند د ۵۲ ميلیونه مټر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کولای شي کابو ۱۷۴زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

همداراز دغه بند د ۹ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوی رياست د معلوماتو له مخې پر دغه بند د دولت د مخالفو وسله‌والو له لوري په ځلونو بریدونه شوي او د دغې پروژې ۳۹ ساتونکي وژل شوي او ځينې کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوی رياست د معلوماتو له مخې پر دغه بند د دولت د مخالفو وسله‌والو له لوري په ځلونو بریدونه شوي او د دغې پروژې ۳۹ ساتونکي وژل شوي او ځينې کارکوونکي ټپيان شوي دي.

همداراز د ياد بند ۲۸ کارکوونکي او ساتونکي د طالبانو له لوري برمته شوي هم دي.

ولسمشر غني د ياد بند د پرانيستو په مراسمو کې د هغو امنيتي ځواکونو پر قبرونو د ګلو ګېډۍ هم کېښودې چې د جوړېدو پر مهال وژل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام