د غور امنیتي سرچینې وايي، د «غور غږ» راډيو د پخواني مسوول مدیر بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید کې د نوموړي د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې امر او د بسم الله عادل ورور حیات الله عادل وايي، تېره شپه طالبانو د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار «تغه تیمور» سیمه کې د نوموړي پر کور برید کړی.
د عادل په وینا، په دې برید کې یې یو ورور، د کاکا زوی او یوه ۱۵ کلنه ورېره وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د غور د دویمې امنیتي حوزې امر زیاتوي، طالبانو له برید وروسته د دوی کور ته اور هم اچولی دی.
د یاد ولایت امنیې قومندان عبدالقادر وليزاده دغه پېښه تاییدوي؛ خو جزیات نه ورکوي.
طالبانو بیا په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د غور غږ راډیو مسوول بسم الله عادل شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ناپېژاندو وسله والو وواژه.