د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، په پام کې وه چې په ۱۳۹۹ کال کې په یاد ولایت کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې پلي شي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي او د ۲۵ نورو هغو کارونه دوام لري.

د دې ټولو ۵۰ پروژو ټولیز لګښت نږدې ۳۳۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د ياد ولايت د کلیو پراختیا رییس محفوظ الله فکور سلام‌وطندار ته وویل، ۳۵۰ پاتې پروژې د یو میلیارد او ۷۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له پلي کېدو پاتې دي.

د پروان ولایتي شورا، د پراختیايي پروژو په نه عملي کېدو کې حکومت په کم کارۍ تورنوي.

د پروان ولایت د مدنې ټولنې د بنستونو د بورډ مسوول محمد شفیع مشفق وايي، د حکومت دا کړنلاره د خلکو ستونزو ته د نه پاملرنې په معنا ده او په ټولنه کې د بې‌کارۍ کچې د لوړېدو لامل کېږي.

د حکومتي سرچینو له لوري د خپرو شویو شمېرو پربنسټ، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د افغانستان نړیوالو شریکباڼو له دې هېواد سره څه باندې ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده؛ خو بیا هم حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د پراختیايي پروژو پیسې یې له کرونا ویروس سره په مبارزه لګولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام