د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶ ناروغانو ژوند بایللی او ۱۲۶ نور پرې تازه اخته شوي دي.
د دوی په وينا، د کرونا ویروس ۴ ناروغان په کابل او ۲ هم په بلخ ولایت کې مړه شوي دي چې په دغو شمېرو سره د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس د مړینې شمېره یو ۱۵۶۲ ته پورته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، ۱۲۶ کسان چې تازه پر کرونا اخته شوي د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې دي چې له دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۱۵۹ ته لوړ شوی.
د جعفري په وینا، دغه موده کې د کرونا ناروغۍ ۱۲ ناروغان بېرته ښه شوي چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۵۸ ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره یوه شپه او ورځ کې هرات کې هم د کرونا ۴ شکمن ناروغان مړه شوي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې شیدايي روغتون کې دوو نارینهوو او دوو ښځو چې د کرونا ویروس شکمنې نښې یې درلودې مړې شوې دي چې دغه ولایت کې د کرونا ویروس د شکمنو مړینو شمېر ۸۷ ته رسېدلی.
د هغه په وینا، د شکمنو مړيو د ازمويلو پایله به راتلونکيو ورځو کې معلومه شي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم وايي، د کرونا ویروس د شکمنو ناروغانو معاینات هم له یوې اوونۍ ځنډ وروسته، سر له نن یکشنبې پیل شوي دي.