سمیر چې ۲۷ کاله عمر لري د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکی دی او دوه کاله وړاندې يې د ښه ژوند په هیله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړه.

سمیر دوه کاله وړاندې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له کبله په نامنظمې کډوالۍ یوه اروپايي هېواد ته د تلو هوډ کوي، ترڅو د هوسا او ارامه ژوند لرلو هیله پوره کړي، خو نه یوازې چې خپلې هیلې ته نه رسیږي، بلکې ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

هغه وايي، قاچاق کونکیو هغه ته د خپلې هیلې رسېدو لار ډېره اسانه ښودلې او د هغوی په تشو وعدو تېر ایستل شوی دی.

د سمیر په وینا، ترکیې هیواد ته په قانونې ډول تللی، خو تر هغه وروسته په غیرقانوني لارو روان شوی.

دغه ځوان د نامنظمې کډوالۍ خطرونو په اړه نه پوهېده او یوازې يې د قاچاق کونکي په خبره باور وکړ.

دی وايي، ترکیې ته تر رسېدو وروسته ګڼو نورو کډوالو سره د قاچاق کونکیو په مرسته غرونو، دښتونو او ځنګلونو کې پلی تګ پیلوي او د دې سفر پرمهال يې ګڼې ستونزې ګاللي.

د سمېر په وینا، له پنځو شپو او ورځو وروسته کله چې د خوړو لپاره څه نه لري، ان د مرګ ګواښ سره مخ کیږي.

دی وايي، قاچاق کونکي لومړي سر کې ځوانانو ته ښې کیسې کوي او هر څه ورته اسانه کوي، خو وروسته ورسره هیڅ انساني چلند نه کوي.

سمیر سره له دې چې اروپا ته رسیږي، خو بلغاریا هېواد کې د پولیسو له لورې تر نیول کېدو وروسته د کډوالو کمپ کې سخت ژوند ته اړ کیږي او تر ۶ میاشتې انتظار وروسته بیرته افغانستان ته را ګرځول شوی.

سمېر اوس هغه ځوانان چې غواړي له غیرقانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه خبروي.

د هغه په خبره، ځوانان باید خپل هیواد کې ځانته د کار زمینه برابره کړي او هیڅکله داسې یوه سفر ته زړه ښه نه کړي.

په همدې حال کې د هلمند د کډوالو چارو ریئس سید محمد رامین وايي، د سیمر په څېر کډوالو لپاره د حقوقي مشورو او ستونزو په حل کار کوي او دې هڅو ته به دوام ورکړي، ترڅو ځوانان نامنظمې کډوالۍ څخه لاس پرسر شي.

که څه هم دا یوازې سمیر نه دی چې د ښه ژوند په هیله يې خپل هیواد پرېښی او د نامنظمې کډوالۍ پرمهال ګڼو ستونزو سره مخ شوی، بلکې دې ته ورته نور افغان ځوانان هم ترخې کیسې لري چې ځینو يې ان کښتیو، ځنګلونو او دښتونو کې خپل ژوند هم دلاسه ورکړی دی.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام