د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینهخانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼشمېر درملتونونه او معاینهخانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي.
د لوګر ولایت د عامې روعتیا رییس ډاکتر قدرتالله عادل وایي، روانه اوونۍ یې نږدې شل ناقانونه درملتونونه، لابراتوارونه او د ناروغانو کتنځایونه له دې امله تړلي چې ناروغیانو ته یې معیاري خدمات نه وړاندې کول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عادل زیاته کړه چې هره اوونۍ له دولتي او شخصي روغتونونو هم څارنه کوي او د پخوا په پرتله د روغتونونو فعالیتونه معیاري او قانوني کېدو لور ته روان دي. هغه وایي چې د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د عامې روغیتا ریاست شاوخوا ۷۲۰ قلمه تاریخ تېر درمل هم راټول کړي او په مرکز پلعلم کې یې له منځه وړي دي.
د لوګر ولایت روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
دا په داسې کې ده چې د لوګر ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د درملو له لوړې بیې او ټیټ کیفیت څخه شکایت لري او له مسوولانو غواړي چې په دې برخه کې خپل اقدامات زیات کړي او روغتیايي برخه معیاري کړي.