د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر نشهيي توکو د روږدو مېرمنو لپاره د درملنې شل بستریز روغتون جوړ شوی دی.
د دوی په وینا، د هلمند د نفوس پراخوالي ته په کتو، شل بسترونه بسنه نهکوي او اړتیا ده چې دغه مرکز پراخ شي.
مولوي فضلي احمدشفیعالله وویل: «رښتیا هم پر هلمند دا بسترونه کم دی. موږ یې پراختیا او بهبود په هڅه کې یوو. دا بسترونه باید سل ته پورته شي، موږ هلمند کي د ذکورو لپاره هم یو فعال سل بستریز روغتون لرو.»
د هلمند یوشمېر اوسېدونکي هم د حکومت له دې اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې په دې ولایت کې د نشهيي توکو پراخه تېر تولید د دې لامل شوی چې ګڼ کسان په ځانګړې توګه مېرمنې پر نشو روږدې شي.دوی غوښتنه کوي چې دا مرکز باید پراخ او ورته نورو سیمو ته هم وغځول شي.
حمیدالله یې په اړه وویل: «دا ډېر ښه اقدا وشو چې دا روغتون جوړ شوی، خو دا بسترونه کم دي، باید دا خدمات پراخه شي، ځکه هلمند پخوا د نشهيي، توکو د تولید مرکز و، هلمند یو لوی ولایت دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هلمند کې د روږدو کسانو د سل بستریز روغتون د رواني روغتیا متخصص باور لري چې د ښځو لپاره دا درملنیزه څانګه حیاتي ارزښت لري. د ده په وینا، د هلمند له ټولو روږدو کسانو شاوخوا شل سلنه ښځې دي.
ډاکټر محمدولي خادم وايي: «هغه روږدي کسان چې په کورونو کې نشهيي توکي کاروي، طبیعي ده چې ښځې او ماشومان هم ورسره اخته کېږي. دا ډېر ښه اقدام شوی چې دا روغتون جوړ شوی. د روږدو کسانو له جملې څخه هلمند کي کابو شل سلنه ښځي دي.»
بېوزلي، کورنی تاوتریخوالی، وزګارتیا، ټولنیز محرومیت او ناسم چلند هغه لاملونه دي چې ښځې نشو ته ورکاږي.
.