د ټولګټو وزارت مسوولان نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړک او پلونو د جوړولو او استنادي دیوالونو د پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ. هغوی له نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
غونډې ته د ټولګټو وزارت تخنيکي معین عبدالکريم فاتح وويل چې اوس په هېواد کې ناامني او فساد پای ته رسېدلی دی. نوموړي له نړیوالو سازمانونو او پراختيايي بانکونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې د نیمګړو پروژو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او خپلې پروژې بشپړې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټولګټو وزارت تخنیکي معین زیاتوي، هغه شرکتونه چې له نړیوال بانکونو سره یې قرارداد درلود، اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کارکوونکي یې له څو میاشتو راهیسې بېبرخلیک پاتې دي.
د ټولګټو وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د وزیرانو شورا له لوري څلور کسیز پلاوی ټاکل شوی چې د ساختماني پروژو د کار څرنګوالی وڅېړي.هغوی وایي چې اوسمهال د سړک جوړونې شاوخوا ۳۷ پروژې اسلامي امارت تمویلوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ډېری پروژې چې د نړیوال پراختیایي بانکونو له خوا ملاتړ کېدې، درېدلي او کارکوونکي یې له څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه دي اخیستي.