له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، په وار وار یې هېواد کې د وضعیت ښهوالي په موخه طرحې جوړې کړې، خو د میاشتو په تېرېدو سره تراوسه نه دي عملي شوي.
د نجونو ښوونځیو پرانستل، لویې جرګې ته ورته د یوې لویې غونډې جوړول، پولیسو ته د یونېفورم وېش او د سوالګرو راټول، هغه طرحې دي چې تراوسه د اسلامي امارت له لوري د عملي کېدو په اړه یې اقدامات نه دي شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي امارت له لورې شوې ژمنې د شعار تر بریده دي او د دغو طرحو د عملي کېدو توان نه لري.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالجبار اکبري سلاموطندار ته ویلي چې سرپرست حکومت تراوسه د وضعیت ښهوالي په اړه له خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د اکبري په وینا، خلکو تمه لرله چې اسلامي امارت به ورته د کار زمینه برابره کړي، خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی.
بلخوا د سیاسي چارو یو بل کارپوه هاشمي پرواني وايي، که اسلامي امارت خپلو کړیو ژمنو باندې عمل ونهکړي، د سرپرست حکومت په زیان به تمامې شي.
نوموړي وویل: «یوشمېر افغانانو تمه لرله چې وضعیت به ښه شي او د افغانستان راتلونکې ته هیلهمند وو، که وضعیت همداسې روان وي، نه یوازې دا چې په کور دننه، بلکې نړیواله ټولنه به هم له اسلامي امارت څخه خپلې هیلې وشلوي.»
د پوهنې وزارت د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۲۷مه په یوې خبرپاڼه کې له ټولو زدهکوونکو غوښتنه وکړه چې ښوونځیو ته لاړ شي، په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ښوونځیو ته د تلو اجازه پیدا نه کړه.
هغه مهال پوهنې وارت ژمنه وکړه چې د نجونو ښوونځي به د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې بېرته پیل شي، خو په دغه نېټه هم نجونې زدهکوونکې د ښوونځیو له دروازو راوګرځول شوې.
پوهنې وزارت وروسته د ښوونځیو بیاپرانستلو په اړه یوه طرحه وړاندې کړه او ورپسې یې یو کمېسیون جوړ کړ چې تراوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي نه دي پرانستل شوي.
د جوزا په درېیمه رسنیو راپور ورکړ چې اسلامي امارت د وضعیت ښهوالي لپاره، هېواد کې د مهمو مسایلو په اړه لویه جرګه یا یوه غونډه جوړوي، خو لاهم دغه غونډه نه ده جوړه شوې.
د سوالګرو د راټولولو طرحه هم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې او پولیسو ته د یونېفورم د وېشلو طرحه هم دوه اوونۍ وړاندې ترلاس لاندې ونیول شوه، خو اسلامي امارت تراوسه دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان چې د سوالګرو د راټولولو طرحې مسوولیت لري، وايي چې سره له دې چې دغه طرحه تایید شوې، خو تراوسه د اجرا کېدو پړاو ته نه ده رسېدلې.
د پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو د سلاموطندار اړیکو ته ځواب ور نه کړ. خو د اسلامي امارت د مرستیال ویاند بلال کریمي سلاموطندار ته وايي، دغه ژمنې د اجرا کېدو په حال کې دي.
سره له دې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر کار لاندې د طرحو پر علمي کېدو ټینګار کوي، خو ولیدل شي چې څه وخت به دغه ژمنې په بشپړ ډول عملي شي.