د پروان ولایت د بګرام ولسوالي سلګونو اوسېدونکو د دې ولسوالي د امنیه قوماندان د لرې کولو په غبرګون کې اعتراض وکړ. د دوی په وینا، ولسمشر غني د دې لپاره چې د ولسي جرګې له رییس میررحمان رحماني نه غچ واخلي، د بګرام ولسوالي د ناامنه کولو په لټه کې دی.
د بګرام د مجاهدینو شورا غړی فاروق ملکزاده وايي، ویسالله تاج د کورنیو چارو وزارت یو افسر دی چې د خپل کم ماموریت په موده کې یې په دې ولسوالي کې ناامنۍ مهار کړي، خو په یوه سیاسي توطیه کې د ولسمشر له لوري بل ځای ته د تبدیلولو پر ځای، ګوښه شوی دی.
د یادې شورا رییس شاهجان وايي، که ولسمشر غني غواړي چې امنیت ټینګ شي، ویسالله تاج د دې ولسوالي لپاره تر ټولو ښه و او خلک ترې خوشحاله وو. د نوموړي په وینا، ولسمشر د دې لپاره چې د ولسي جرګې له رییس نه غچ واخلي، هغه یې ګوښه کړی دی.
د پروان د ولایتي شورا غړی شمسالحق شیخاني بیا خبرداری ورکړ، که د ویسالله تاج د ګوښه کولو پر پرېکړې له سره غور ونه شي، د کابل-شمال لویه لاره به وتړي. هغه وايي، د حکومت د مشرتابه سیاسي پلمې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي او نور د منلو نه دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د بګرام ولسوالي امنیه قوماندان ویسالله تاج چې لا یې د دندې کال نه و پوره، د نامعلومو لاملونو له کبله له دندې ګوښه کړی دی.
ومو غوښتل چې په دې اړه د پروان د امنیې قومانداني نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.