د بدخشان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالي د پوهنې امر له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد راغي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاوان ولسوالي د پوهنې امر ولي‌الله الهي وسله‌ اخیستې او له طالب ډلې سره یوځای شوی دی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د هغه له لوري د وسلې اخیستلو لامل نه دی روښانه، خو ویل کېږي، د هغو ګواښونو له کبله چې نوموړی ورسره مخامخ و، اړ کړی چې له طالبانو سره یوځای شي.

راغي وايي، له طالبانو سره د پوهنې د دغه غړي یوځای کېدل به د یادې ولسوالي د امنیت پر وړاندې شته ګواښونه نور هم ډېر او منفي اغېز به پرې وکړي.

نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې هغه تصویرونه هم خپاره کړي چې ولي‌الله الهي په‌کې وسله‌وال په لاس د طالبانو په څنګ کې ولاړ دی.

د بدخشان د پوهنې رییس عبدالسمېع ابدیار په دې اړه ناخبري ښيي او وايي، ښاغلی الهي اوس په رخصتۍ تللی او کابل کې دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني هم مني چې نوموړی له طالبانو سره یوځای شوی او د دغه کار لامل هم د کانونو په را اېستنه او اقتصادي ګټو کې شریکېدل یادوي. روحاني وايي، دغه ډول کسان د دې لپاره چې د کانونو له را اېستلو نه ګټه واخلي، له طالبانو سره یوځای کېږي.

د بدخشان په یاوان او راغستان ولسوالیو کې د سرو زرو کان کیندنې په وروستیو کلونو کې دود شوې دي او د دغه ولایت محلي اداره وايي چې طالب ډلې ترې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

طالبانو له دوی سره د یاوان ولسوالي د پوهنې امر د یوځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام