په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د دغه بنسټ په وینا، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هغو کورنیو شمېر چې افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ وې، ۶۰سلنې ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما لیکلي: «۲۰۲۲ کال کې ۶۰سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ شوي او د اوبو بحران مدیریت لپاره ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۴۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.»
په ورته وخت کې د کابل د «کارتهاریانا» سیمې اوسېدونکي غلامحسین چې د څښاک اوبو برابرولو لپاره له کور څخه راوتلی، وايي چې سیمه کې یې د اوبو څاهګانې وچې شوي او خلک اړ دي چې د اوبو لپاره ساعتونه ساعتونه نوبت ته په تمه شي.
هغه وویل: «زموږ د اوبو څاهګانو ژورتیا څه باندې ۸۰متره ده او اوس مهال دلته ۱۰۰مټره لاندې اوبه نشته او څاه مو وچه شوې ده او اړ یو چې ساعتونه ساعتونه د څښاک اوبو لپاره په تمه پاتې شو.»
د کابل د شهرارا سیمې اوسېدونکی نادر هم وايي، څه باندې دوه اوونۍ کېږي سیمې ته یې د دولتي اوبو رسولو شبکو له لارې اوبه نه دي رسېدلي او اړ شوی چې د اړتیا وړ اوبه خصوصي شرکتونو څخه د پیسو په بدل کې وپېري.
هغه وویل: «د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري چې اوبه رسول کېږي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې یې نلونه وچ دي او اوبه نه راځي او موږ اړ یو چې د اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه پلی مزل کوو چې یوه بوشکه اوبه راوړو.»
د کابل ښار د هغو سیمو اوسېدونکي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي د اسلامي امارت حکومت څخه غواړي چې خلکو ته د اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، د اقلیمي بدلونونو په دلیل هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې او د کابل په شمول زیاتره ولایتونه د څښاک اوبو کمښت سره مخ شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو رسونې شرکت رییس عمار مموزي وویل، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، هېواد کې د اوبو رسولو په برخه کې هېڅ کومه ستره پروژه نه ده عملي شوې.
نوموړي وویل: «بهرنیان راځي او بېرته راځي، دوی ژمنه کوي چې موږ د اوبو د کمښت په اړه سترې پروژې پیلوو، خو د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تراوسه هېڅ ستره پروژه په هېواد کې نه ده پلې شوې.»
خو د چاپېریال ساتنې برخې یوشمېر کارپوهان د ځمکې لاندې اوبو څخه په بېمخینې توګه استفاده کابل ښار کې اوبو کمېدو لامل بولي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه عبدالهادي اڅکزي اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د خلکو لهخوا په بېمخینې توګه د ځمکې لاندې اوبو د استفاده مخه ونیسي.
هغه وویل: «د افغانستان اوبه باید مدیریت شي او هېواد کې کوچني او ستر بندونه جوړ شي، څو خلک د اوبو له کمښت سره مخ نهشي.»
د یادونې وړ ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، د څښاک اوبو ته د کابل اوسېدونکو لاسرسي لپاره، له شاهعروس بند، پنجشېر سیند او قرغې بند څخه د اوبو لېږدولو پروژه ترلاس لاندې لري او اوس یې هم چارې دوام لري.