جمیل الکروبي له تېرو نهو ورځو راهیسې  له خپلې نوې دندې سره څه نا څه بلد شوی دی.

نوموړی هره ورځ له لمرخاته سره سم د خپلې کورنۍ د اړتیاوو له برابرولو وروسته له خپل «خره» چې ده یې نوم پرې بادام اېښي، یوځای د غزې په خړو کوڅو کې پر خلکو د څښاک پاکې اوبه وېشي او تنده یې پرې ماتوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جمیل وايي، له خپل ملګري بادام سره یې ژمنه کړې، که یې هر سهار د غزې خلکو ته، ده سره د اوبو رسولو کې مرسته وکړه، دی به اضافي خواړه ورکړي.

نوموړي الجزیرې ته ویلي: «ما له خپل ملګري بادام سره یو تړون کړی، که هغه هره ورځ سهار وختي له خوبه راویښ شي او زما سره د اوبو د ټانکر په ډکولو او ګاونډیو ته په وېش کې مرسته وکړي، زه به ورته هره ورځ اضافي خواړه ورکړم.» او له هغه راهیسې، هغه زموږ ترمنځ تړون ساتلی دی.»

مخکې له دې چې غزه کې جګړه پیل شي، ۳۴کلن جمیل په خپل موټر کې سبزي او تازه ترکاري پلورله، خو له هغه وخت راهیسې چې جګړه پیل شوې، دی او بادام تر خپله وسه هغه څه کوي چې د خلکو وضعیت کې بدلون رامنځته کړي.

څو کاله وړاندې جمیل چې په عربي ژبه کې یې نوم د «ښکلي» معنی‌ لري، د خپل پلار له مړینې وروسته ده په میراث کې د اوبو یوه څاه ورسېدله.

اوس هغه له همدې څاه د خپلې اړتیا وړ اوبو برابرولو سربېره، هره ورځ د اوبو دوه ټانکره ډکوي او د بادام په مرسته یې خپل ګاونډ کې پر خلکو وېشي.

جمیل چې له خپلې مور، مېرمنې او څلور اولادونو سره ګډ ژوند کوي، وايي، څاه کې یې په کافي اندازه اوبه شته او په وینا یې، ګاونډیان له تږي‌کېدو ژغورلی شي.

اسراییلي ځواکونو پر یادې سیمې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې اوبه او برښنا پرې کړې دي. د جمیل لپاره دا پرېکړه اسانه وه، هغه باور لري چې خلک باید یوه بل ترڅنګ ودرېږي او دا چاره په عمل کې ثابته کړي.

هغه پر خلکو په وړیا توګه اوبه وېشي او له دې کاره به هېڅ‌کله پیسې وانه‌خلي.

هغه وویل: «زه دا نه پلورم، زه یې په وړیا توګه ویشم. «که زه د خپلو خلکو سره مرسته ونه کړم، څوک به ورسره مرسته وکړي؟ اسراییل؟ باور مې پرې نه‌کېږي.»

الجزیرې سره خبرو کې د جمیل یوه ګاونډي وویل چې اوبه ژوند دی، دوی کولای شي د انټرنټ یا برښنا پرته ژوند وکړي، خو له اوبو پرته ناشونی دی.

نوموړي وویل: «زه نه پوهېږم که جمیل نه‌وای، موږ به څه کول. موږ هڅه وکړه چې مرستندویه ادارو ته د اوبو د راوړو لپاره لاړ شو، خو هلته ډېره ګڼه‌ګوڼه وه او اوبه هم نا‌پاکې وې.»

جمیل وايي، غواړي له خپل ګاونډ لرې، نورو خلکو ته هم پاکې اوبه ورسوي، خو په وینا یې، د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله د تګ‌ ټولې لارې تړل شوې دي.

که څه هم د جمیل کورنۍ نوموړې ته په وېره کې وي، خو د کورنۍ غړي یې وايي، له دې کار به یې راونه‌ګرځوي.

د جمیل مشر زوی اسامه وویل: «زما پلار احساس کوي چې خلکو سره مرسته کول د ده خپله دنده او وجیبه ده، حتا بېګانه خلکو سره» «وه هغه ډېر خوشحاله او خوښ وي، کله چې ویني خلک له تندې پرته وېده کېږي.»

هغه وړاندې وویل: «دا خورا خطرناک دی، توغندي په ټوله غزه کې په بې‌توپیره توګه غورځول کېږي، خو موږ نشو کولای د هغه مخه ونیسو. خلک موږ سره مینه لري او دا ټول هغه څه دي چې موږ یې په بدل کې غواړو.»

کله کله جمیل او بادام هغه سبزیجات لکه کچالو، لیمو او نور… چې له دوی اضافه کېږي، له اوبو سره یوځای یې پر کورنیو په وړیا توګه وېشي. «کله چې اضافي وي، نو زه د وړیا سبزیجاتو ورکولو په اړه فکر نه کوم.» دا ما او خلک خوشحاله کوي.»

د جمیل زړورتیا او هڅه د سیمې د خلکو له ستاینې نه‌ پاتې کېږي او د اوبو وېش پر مهال خلک د نوموړي بادام ته «خره» ته خواړه ورکوي، څو بادام هره ورځ خلکو ته د اوبو رسولو کې له جمیل سره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

جمیل وايي، تر هغو چې خلک مرستې ته اړتیا لري، دی به هلته وي او په وینا یې، «تر خپل وس او توان به مرسته وکړم»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام