د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم پهکې ګډون کړی دی.
په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې د اسلامي امارت پلاوي مشري کوي، دغه ناسته له لاستهراوړنو ډکه بللې او ټینګار یې کړی چې د مرستندیو هېوادونو استازیو ورسره د بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
یوشمېر سیاسي کارپوهان هم د اوسلو غونډه له لاسته راوړنو ډکه بولي او زیاتوي چې یاده ناسته به د هېواد رسمیت پېژندنې او افغانانو ته د بشري مرستو بهیر لا پراخ کړي.
د اوسلو ناستې ته هېلې په داسې مهال څرګندېږي چې یوشمېر نور سیاسي شنونکي وايي، دا د تړلو دروازو تر شاه ناسته وه او وبه کتل شي چې ترسره شوې ژمنې تر څومره د پليکیدو وړ دي.
د ناروې اوسلو غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ هم برخه درلوده. نوموړي هم دا غونډه مثبته بللې ده.
د اوسلو غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي له افغانستان او نورو هېوادونو څخه دغې غونډې ته وربلل شویو مدني او د ښځو د حقونو فعالانو سره هم لیدلي دي.
د ناروې په اوسلو کې د افغانستان په تړاوو ناسته په داسې مهال جوړېږي چې دا مهال د هېڅ هېواد له لوري اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د راپورونو پر بنسټ، د هرې ورځې په تېرېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي ناورین د زیاتېدو په حال کې دی.