د وروستیو ورځو پرمهال هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی په جدي توګه محدود شوی چې د خبریالانو اندېښنې یې راپارولي دي.
دوه ورځې وړاندې کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې چاودنه او نن په پلارمېنه راکېټي برید، هغه څه دي چې اړوندو ادارو یې خبریالانو سره معلومات نه دي شریک کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پر کابل د توغندیز برید او د کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د شوې چاودنې له امله د اوښتې مرګژوبلې د کره شمېرو په اړه د حکومت د ویاندویانو له لوري رسنیو سره معلومات نه شریکول، د خبریالانو له نیوکو سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې سلاموطندار د روانې جولای میاشت کې د حکومت د ویاندویانو څخه معلومات غوښتي چې له ۲۲ پېښو څخه یې ۱۶ پېښو کې حکومتي ویاندویانو د سلاموطندار خبریالانو ته ځواب نه دی ورکړی.
په ورته مهال یوشمېر خبریالان هم دې برخه کې د شته ستونزو له امله نیوکه کوي او له حکومت غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
کابل کې خبریاله صوبر پارسا وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ ده او څوک نشته چې د پېښو په اړه ترې معلومات واخلي.
بلخوا د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاو له نهشتون نیوکه کوي او له حکومت غواړي چې دې برخې ته پام وکړي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، که څه هم اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې شته ستونزې له کلونو راهیسې دي، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ډېرې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې سرپرست حکومت دې برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې، خو په وینا یې، تراوسه نه ده حل شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د مسوولانو له لوري فشار او د خبریالانو نیول او وهل ډبول، هغه سترې ننګونې دي چې هېواد کې خبریالانو ورسره مخ دي.