د روسیې په یوه ښوونځي کې د برید پرمهال ۱۳ کسان وژل شوي
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پرمهال د اوو زدهکوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د ایژوسک ښار په یوه ښوونځي کې د وسلهوال برید پرمهال د اوو زدهکوونکو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.
هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال له اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادو اقتصادي ستونزو له کبله ځینې کورنۍ اړ شوي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل ماشومان د زدهکړو پر ځای کار ځایونو ته ولېږدوي، څو د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړي.
هرات کې ۲۰۰ کارګر ماشومان چې له زدهکړو بېبرخې وو، نن د یوه خیریه بنسټ په همکاري ښوونځي کې شامل شوي دي.
د «عاطفي» په نوم د دغه بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد وايي، نن یې ۸۷ نجونو او ۱۱۳ هلکانو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د پکتیا زرمت ولسوالي چې د دغه ولایت له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، اوسېدونکي یې وایي چې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې برخه کې ورته د پام وړ کار نه دی شوی.
د افغانستان په ډېرې لرې پرتو سيمو کې له کلتوري محدوديتونو سربېره نجونې ښوونځيو ته ځي او د لوړو زدهکړو هيلې لري. تازه د پکتيا مرکز ګردېز کې له ۲۴ لېسو څخه ۱۹۰۶ زدهکوونکي چې ۳۵۴ يې نجونې دي فارغې شوي.
د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان د یاد مکتب د پرانستې په مراسمو کې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې کول او ښوونځي جوړول، د جوزجان ولایت د اوسېدونکو له «علم» سره د مینې او لوړ فرهنګ ښودنه کوي او دوی ورڅخه هرکلی کوي.
په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یوشمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بېوزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .
د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه د شوې چاودنې د قربانیانو په اړه د راپورونو په دوام، دا ځل د زرغونې او عادلې کور ته ورغلم.
د چاودنې پر سبا د دشت برچي له ټولو جوماتونو د قرآنکریم غږ خوت، خو نن یې کوڅې پر تور رنګ پوښلې دي. یوازې ۸۵ کورنۍ د غم پر ټغر نه دي ناستې، بلکې ټول افغانان او ان نړۍ د یادې پېښې قربانیانو د هیلو پر خاورې کېدو ویر کوي.
د راپور جوړولو لپاره د چهل دختران غره لمنې ته ورغلم. د دشت برچي تر ټولو لرې سیمه چې ډېرې نجونې له ګڼو هیلو سره یې په خاورو کې خښې دي. د سیدالشهدا ښوونځی له ټولو ټپونو سره سره بیا هم په ویاړ ولاړ دی او اوس یې هم غېږه د ډېرو نجونو روزلو ته پرانېستې ده.
د چهل دختران غره په اړه ډېرې کیسې شوې دي.
یوشمېر ښوونکو د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته چې د دغه ښوونځي لسګونو زدهکوونکو ته پهکې مرګژوبله واوښته، د زدهکوونکو د هڅونې او شته تشو د ډکولو په موخه په دغه ښوونځي کې د وړیا تدریس کمپاین پیل کړی دی.
د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو جنازې دغې سیمه کې د امید سبز ښارګوټي دانایي تپې کې خارو ته سپارلو لپاره ور وړل شوي دي. په دې جنازو کې د هغې نجلۍ جسد هم وه چې یوازې یې د بدن یو څو ټوټې په تابوت کې اېښودل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي مرګوني برید کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ اوښتی او څه باندې ۱۰۰ کسان پهکې ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې وژل شوي د سیمې اوسېدونکي او د ښوونځي زدهکوونکي دي او په وینا یې، ډېری یې زدهکوونکي دي.
د پکتيا ځوانان داسې مهال د «خور او ورور د ښوونځي پر لور» په نوم د عامه پوهاوي پروګرام پيلوي چې لا هم د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې نه دي فارغې شوي.
دغه کمپيان په څلورو ولسواليو کې ښځوونځیو ته د ماشومانو د تګ په موخه پیل شوی دی. د څمکنیو، پټان، جانيخېلو او احمدخېلو ولسوالیو ځوانان په همدې موخه د پکتیا له پوهنې ریاست سره په ګډه د ولسواليو په ښارونو کې ګرځي او له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
د تخار د پوهنې ریاست مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده. د دوی په وینا، د طالب ډلې وسلهوالو د تخار په «قلبرس» او «چایله» سیمو کې نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه ورکوي. د تخار د پوهنې ریاست د مسوولانو په خبره، که څه هم یادې ډلې نن سهار د سیمې د خلکو په منځګړتوب د تالقان ښار په «قلبرس» سیمه کې اجازه ورکړې چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، خو دا ستونزه د بهارک ولسوالي په «چایله» سیمه کې لا پر خپل ځای ده.
د زابل د پوهنې رييس نصرالله زاهد سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی يې د مرکز کلات اړوند په نوخېز سیمه کي له ۲۰ کلونو تړل کېدو وروسته بیا پرانېستی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون