بریټانیا راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د یوې غونډې کوربه دی

رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې له افغانستان سره ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.  د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

یونیسف په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې

د ماشومانو لپاره د ملګرو متلونو ملاتړي اداره یا یونیسف  په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې. د دې بنسټ په رپوت کې راغلي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د یاد هېواد وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د بې‌وزلۍ له امله کندوز کې یوه خبریال د خپل د کور توکي پلورلي

د کندوز د ملي ټلویزیون خبریال سیدحکیم حکیمي په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د بې‌وزلۍ له امله یې د خپل د کور توکو پلور ته مخه کړې، څو ژوندی پاتې شي. حکیمي په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې اړ شو، څو د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.

یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ناهیلی کوونکی دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.

لوږه او ناچاري؛ بغلان کې یوې کورنۍ خپل بچیان پلورلي

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ خپلوان وايي چې یوې کورنۍ د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل درې ماشومان پلورلي دي.
د دې کورنۍ یوه خپل اسدالله (مستعار نوم) سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کس د بې‌وزلۍ له کبله دوه ماشومان په ۵۰ زره افغانیو پلورلي او یوه کوچنۍ لور یې هم د پیسو په بدل کې یوه پاخه سړي ته په نکاح ورکړې ده.

شنونکي: نړیوالې مرستې په افغانستان کې د ناورین مخه نه‌شي نیولی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بې‌ځایه شویو، بې‌وزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

طالبانو کابل کې د لوږې له امله د ۸ ماشومانو مړینه «پروپاګند» بللی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د کابل په لوېدیځ کې د لوږې له امله د یوې کورنۍ د ۸ ماشومانو مړینه رد کړې او هغه یې د نظام پر وړاندې «پروپاګند» بللی دی. وثیق ویلي، د دشت برچي اړوند «اتفاق ښارګوټي» ټولې هغه سیمې یې لټولي چې ویل کېده په دغه سیمه کې د لوږې له امله اته ماشومان مړه شوي، خو چا په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

افغانستان د نړۍ په کچه د انساني ناورین په درشل کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.

کابل کې لوږې د یوې کورنۍ اته ماشومان مړه کړي

د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.