هېواد کې وروستيو خونړیو بریدونو خلک اندېښمن کړي
د کابل په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو او چاودنو ګڼشمېر افغانان اندېښمن کړي دي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وايي چې له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سیمو کې چاودنو د خلکو ترمنځ وېره پیدا کړې.
شنونکي: پاکستان هڅه کوي دغه هېواد کې روانه جګړه افغانستان ته ولېږدوي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسلهوال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.
امیرخان متقي د ناروې د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سبا د یوه پلاوي په مشري کابل ته راځي
ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت مشاور موید یوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په یوه دوه ورځني سفر سبا «سهشنبه» کابل ته راشي. د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه پلاوي د یاد سفر موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه او د افغانانو د اړتیاوو څېړنه ده.
اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه په ۳۲ پوستو کې ۱۵۰ سرتیري ځای پر ځای کوي
څه موده وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.
ملګرو ملتونو د خپلو تاسیساتو د امنیت لپاره اسلامي امارت ته د ۶میلیونو ډالرو وړاندیز کړی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.
کندوزیان: کندوز کې د انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوي
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو سره هممهاله په کندوز کې د انسان تښتونې او وژنې پېښې ډېرې شوي. په کندوز کې د جنايي پېښو ډېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړې دي. د کندوزیانو په وینا، دوه اوونۍ وړاندې وسلهوالو کسانو د کندوز ښار په درېیمه حوزه کې د اوړو د یوه کارخونې مالک او شاګرد په چکش ووژل.
د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور ۶۰ کسان نیول شوي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست د کارکوونکو په ګډون د جعلي پاسپورټونو د جوړولو په تور یې ۶۰ کسان نیولي دي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.
دوحه کې د امریکا او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې؛ پای یې پر هوکړو شوی
په دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکايي پلاویو ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره به د امریکا بشري مرستې روانې وي. د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټرپاڼه ویلي، په دغه لیدنه کې امریکا ژمنه کړې چې د بشري مرستو بنسټونو ته به د مرستې په رسولو کې اسانتیاوې برابروي.
سوېل ختيځ زون کې تفریحي سيمو ته د خلکو ورتګ زيات شوی
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله که څه هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو له شته امنیت څخه خوښي څرګندوي او له خپلو کورنیو سره لرو پرتو سیمو ته د چکر لپاره ځي.
د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په اړه ټيلیفوني خبرې کړي
د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون ورځ شوي دي. د تاجکستان د ولسمشر دفتر ویلي، په دغه ټيلیفوني خبرو کې د یاد هېواد او د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو لوی درستیز: ډېر ژر به منظمه اردو جوړه شي
د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر ژر به بېرته منظمه اردو جوړه کړي او په دې برخه کې سلا مشورې روانې دي. هغه ټينګار کړی چې دغه پوځ به داسې روزنه ترلاسه کړي چې وکولای شي، له افغانستان څخه ساتنه وکړي. لوی درستیز وایي، دوی به هغه کسان چې د قوم او مقاومت د «دموکراسۍ څخه په ملاتړ» او د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په نوم د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، له منځه به یې یوسي.
خبریالان او مدني فعالان: نړۍواله ټولنه دې مونږ له افغانستانه وباسي
نن په کابل کې یوشمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍوالې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي. دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالان د طالبانو له لوري وهل شوي دي.
اردوغان او پوتین له طالبانو سره د اړیکو ټينګښت پر همغږۍ هوکړه کړې
د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي، دغه هېواد له روسیې سره په افغانستان کې د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره د اړیکو ټينګښت په اړه پر ګډې همغږۍ هوکړه کړې.
د طالبانو د ویاند لومړۍ خبريناسته؛ په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده
د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.