![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/07/رویداد-ترافیکی-مرگ_بار-در-بغلان-1-qr6pfb45m9aemokbzfgf9ypy1xh6enrris8bhmpv2g-1-300x195.jpg)
بغلان کې ټرافیکي پېښې ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان کړي
په بغلان کې امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د ۱۷ کسانو ژوند اخیستی او ۳۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، نن سهار (د چنګاښ ۲۶مه، د سهشنبې ورځ) یو ۵۸۰ ډوله موټر چې مسافر یې لېږدول، د خنجان ولسوالي اړوند د شمالي سالنګ په تختهسنګ کې له سړک څخه ښي لوري ته اوښتی او رغړېدلی دی.