پاکستان دغه هېواد ته د کام‌ایر هوايي شرکت الوتنې بندې کړي

د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلام‌اباد ته مسافر ولېږدوي. دوی زیاتوي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پي‌ای‌اې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ الوتنه وکړي.

دوحه کې د امریکا او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې؛ پای یې پر هوکړو شوی

په دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکايي پلاویو ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره به د امریکا بشري مرستې روانې وي. د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر‌پاڼه ویلي، په دغه لیدنه کې امریکا ژمنه کړې چې د بشري مرستو بنسټونو ته به د مرستې په رسولو کې اسانتیاوې برابروي.

قطر: نړیوال دې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته بېړه نه کوي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له امریکايي فارن پالیسي مجلې سره په مرکه کې ویلي چې قطر له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي، څو د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پېژندنه کې تلوار ونه کړي. لولوه رشید الخاطر ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام پيدا کړي، خو دا تعامل د دوی د حکومت د تائید په معنا نه دی.

د اقینې بندر سوداګر: مافیايي شرکت راڅخه غیرقانوني اخاذ‌ۍ اخلي

په فاریاب کې د اقینې بندر یو‌شمېر سوداګر په دغه بندر کې د «ټي‌سي‌ار‌سي‌/TCRC» په نوم د یوه بهرني شرکت له غیرقانوني اخاذۍ څخه شکایت کوي او وایي چې دغه مافیايي شرکت د تېلو او ګازو د کیفیت اروزنې په پلمه، د سوداګرو له هر یو ټُن مال څخه ۸ ډالر غیرقانوني اخاذي اخلي.

ښوونکي: معاشونه مو راکړئ او نجونې زده‌کړو ته پرېږدئ

نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.

له کابل څخه ولایتونو ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوي

یو‌شمېر بې‌ځایه شوي چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له تخار، کندوز، سرپل او نورو ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو او د نوي ښار په پارک کې یې شپې او ورځې تېرولې، خپلو ولایتونو ته یې د بېرته لېږو چارې پیل شوي دي.

د کندوز حوزوي روغتون کې د سترګو د عملیاتو لنډمهالی مرکز جوړ شوی

د کندوز حوزوی روغتون چې د هېواد په شمال‌ختیځه حوزه کې د درمنلې تر ټولو لوی مرکز دی چې د ناروغان لپاره ۲۰۰ بستره لري. یاد روغتون په بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندې کوي او تازه د قطر د هلال‌احمر بنسټ له لوري پکې په لنډ‌مهالي توګه د سترګو د عملیاتو ځانګړی مرکز جوړ شوی دی.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

ننګرهار کې د درملو او طبي امکاناتو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

که څه هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له پخوا راهیسې ستونزې شته، خو تازه د ننګرهار د یو‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، هغه کلینیکونه چې د دوی په سیمو کې فعال دي، اوس په کافي اندازه درمل او نورو طبي امکانات نه لري. هغه وویل، د روغتیا برخې ملاتړي بنسټونه دې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

اردوغان: پر کابل هوایي ډګر له هوکړې وړاندې باید ټول‌‌ګډونه حکومت اعلان شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټول‌ګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.

لوګر کې وزګارتیا ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.