افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو پرمهال ګڼ‌شمېر رسنیو د اطلاع رسونې په برخه کې وده وکړه چې د ملاتړ لپاره یې هېواد کې یو‌شمېر ملاتړو ادارو هم په فعالیت پیل وکړ.

خو د جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال له افغانستان څخه د خبریالانو د تخلیې بهیر له پیل سره هم‌مهاله داسې راپورونه خپاره شول چې د خبریالانو او  رسنیو  ملاتړي  بنسټونه د خبریال له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو کسانو له ډلې رسول شهزاد وايي چې د یو‌شمېر بنسټونو له لوري د خیریال له نوم څخه ناوړه استفاده روانه ده او په وینا یې چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.
 
په همدې حال کې دغه خبریالان د اسلامي امارت له سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې له یادو بنسټونو سره همکاري ونه‌کړي.

یو بل اعتراض کوونکی رقیب فیاض وايي، د خبریالانو هغه ملاتړي بنسټونه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې جوړ شوي مشروعیت نه لري او اسلامي امارت او نړیوال سازمانونه باید له دوی سره همکاري ونه‌کړي.

په ورته د خبریالانو او رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی مسوولان یادې ادعاوې ردوي او  سلام‌وطندار ته یې ویلي چې دغه بنسټ، د خبریالانو کاري پیاوړتیا لپاره لنډمهاله ځانګړي ښوونیز کورسونه جوړوي.

 د نی مسوول ګل‌اغا فقیر‌زاده وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه جواز لري او له دغه ادرسه چا ته د خبریالۍ سندونه نه ورکول کېږي او یوازې د خبریالۍ ښوونیز بهیر پرمخ وړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام