د کندهار د ميوند ولسوالي په یوه نیمه نړیدلې ښوونځي کې ماشومان او تنکي ځوانان په زده‌کړو بوخت دي. دلته د ډېری ښوونځیو او درسي ټولګیو دروازې د زړو خښتو یو څو قطارونو نیولي.

د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، جګړې یوازې ودانۍ نه‌دي نسکورې کړې، بلکې علمي بنسټونه یې هم وران او زیانمن کړي دي.

په اړه یې دوه زده‌کوونکي صدیق‌الله او قدرت‌الله وایي: «دلته ځينې ښوونځي وران شوي او د ځينو ودانۍ په نیمګړي حالت کې قرار لري، باید په بنسټیز ډول ورغول شي، ترڅو زده‌کوونکي په کې په ښه توګه زده‌کړې وکړي.»

«کوم ښوونځي چې جګړو کې وران شوي، باید ورغول شي، ځکه د زده‌کړو لپاره او د ښوونځیو لپاره ودانۍ ډېرې مهمې دي.»

په میوند ولسوالي کې د ډېری ښوونځیو ودانۍ یا بشپړ له منځه تللي، یا یې چتونه نړېدلي او دیوالونه يې هم نیمه ویجاړ دي.

ډېری زده‌کوونکي د کتاب، قلم او قرطاسیې په څېر له ابتدایي درسي وسایلو بې‌برخې دي. ښوونځي تشنابونه نه لري او د پاکو اوبو اسانتیاوې هم محدوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په اړه یې یو تن ښوونکی شبیراحمد وایي: «زموږ زده‌کوونکي له ډېرو کمو امکاناتو سره زده‌کړې کوي، ان کله کله تر شنه اسمان لاندې ناست وي، نه څوکۍ شته، نه مېز، نه درسي کتاب. دا حالت د ماشومانو ذهني ودې ته ستر ګواښ دی.»

د دې ترڅنګ یوې بلې ستونزې چې د ميوند د ځوانانو ژوند یې اغېزمن کړی، د لوړو زده‌کړو نشتون دی.

هلته پوهنتون یا انستیتوت نشته. زده‌کوونکي اړ دي چې د کندهار مرکز ته لاړ شي او یا يې د لوړو زده‌کړو هیله پوره نه شي.

د دې ولسوالۍ دوه ځوانان فریدون او محمد یونس د دغې ستونزې په اړه وايي: “که مو د لوړو زده‌کړو لپاره کوم بنسټ لرلی، نو ډېری ځوانان به له زده‌کړې محروم نه‌وو. اوس زموږ ډېر ملګري له زده‌کړې لاس اخلي، ځکه توان نه لري چې کندهار ته ولاړ شي.»

«موږ غوښتنه لرو چې دلته یو پوهنتون یا لږ تر لږه یو انستیتوت جوړ شي. دا به د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وي.»

د میوند د یادو ستونزو په اړه مسوولین څه وايي؟

د یادې ولسوالۍ مرستیال مفتي بسم الله سره مو د ښوونیز بهیر ستونزې شریکې کړې.

نوموړي وویل: «الحمدلله، دامهال میوند کې ۲۰ ښوونځي او سل دیني مدرسې فعاله دي، خو دا د ولس لپاره بسنه نه‌کوي. موږ پلان لرو چې نور ښوونځي هم جوړ کړو، ترڅو د زده‌کړو بهیر پیاوړی شي.»

نوموړی زیاتوي چې د ولسوالۍ مساحت او نفوس ته په کتو، هڅه کوي جې د یادو ښوونځیو او مدرسو د زیاتوالي لپاره عملي کار وکړي.

که څه هم د میوند ترڅنګ، په ډېرو نورو ولایتونو او ولسوالیو کې د اسلامي امارت لخوا یو شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، خو ښوونیزه برخه کې لا هم ګڼې ستونزې نه دي حل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام