۴۵کلنه رونا چې د تقاعد پر پیسو به یې، د کور کرایه او د خپلو اولادونو اړتیاوې برابرولې، اوس اړ ده چې د نورو په کورونو کې د جامو وېنځو له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

رونا د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او خاوند مړ شوی دی. دې شاوخوا لس کاله په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده کړې او پنځه کاله وړاندې تقاعد شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې یې، د تقاعد حقوق نه‌دی ورکړل شوی او دې چارې اړ کړې چې پردیو کورونو کې کار وکړي.

رونا وویل: «موږ هېڅ خپله تقاعدي نه‌ده اخيستې او هېڅ خبر هم نه لرو، کله چې موږ د خپلې تقاعدي لپاره ورشو، راته وايي چې له تقاعدي څخه هېڅ کوم خبر نه‌شته او ډېر وخت وشو چې تقاعدي مو نه ده اخيستې. زه خپله د کور سرپرسته يم، مېړه مې شهيد شوی.»

رونا چې په کرایي کور کې ژوند کوي، تنګسیې وار پار ترې اخیستی او په وینا یې، نه‌پوهېږي څه وکړي. دا له اوسني سرپرست حکومت د مرستې غوښتنه کوي او ترې غواړي چې تقاعد دې یې ورکړي.

هغې وویل: «کرايي کور کې ژوند کوم، هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړو، څه وخورو، زما یتیمان ماشومان څه وخوري، ډېر وخت کېږي چې په يوه کور کې کاریګره يم، جامې وينځم. زموږ د متقاعدو تنخوا به دومره کېده چې زموږ به پرې خپل اولادونه کورسونو او ښوونځي ته لېږل او د کور يو څه ستونزه به پرې حل کېده، خو اوس هغه هم نه شم پوره کولای. د کور کرايه د برق بیل د جامو وينځلو له پيسو یې پوره کوم. له دولته دا غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»

د رونا ترڅنګ ډېری داسې نورې مېرمنې هم شته چې ژوند یې، پر تقاعد ولاړ وو، خو اوس دې ته اړ شوي چې د خپلو اړتیاوو برابرولو لپاره ان د کور توکي هم بازار ته د پلور لپاره یوسي.

۵۷کلنه نظیفه چې ۲۵ کاله یې، په دولتي ادارو کې کار کړی، وايي، سرپرست حکومت باید د دوی تقاعد ورکړي او په وینا یې، دا یې حق دی. «دوی ولې زموږ د تقاعدي پيسې نه‌راکوي، له خپل جیب څخه خو یې نه راکوي! دا زموږ حق دی، زموږ له تنخواو څخه ګرځول شوې دي، بايد زموږ پيسې موږ ته راکړي.»

نظیفه هره ورځ له خپل کور څخه د تقاعد خزاینو ریاست ته ورځي، ګوندې پیسې ورکړي، خو وايي، په یوې او بله پلمه یې، تېرباسي. دا وايي، درې کاله کېږي چې همدا پلمې اوري.

نوموړې وویل: «کور کې هېڅ شي پاتې نه شول چې ما دې نه وي خرڅ کړي. خپله مريضه يم مېړه مې هم متقاعد دی.کور کې بل هېڅ کاريګر نه‌لرم. له اسلامي امارته غواړم چې زموږ پيسې موږ ته راکړي؛ له کوره تر تقاعد خزينې پورې هره ورځ په پښو ځو؛ خو دوی په زرو بهانو موږ غولوي چې نن مو پيسې درکو، سبا بایومټریک کېږئ، بله ورځ مو جدول راځي.»

محبوبه هم له ورته برخلیک سره مخ ده. نوموړې چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې کار کړی او شپږ کاله کېږي چې تقاعد شوې، يوازې د درې کاله تقاعد یې اخیستی دی. محبوبه وايي، د تقاعد په پیسو به یې، چاره کېده، خو د وزګارتیا له امله اوس له خلکو پوروړې ده.

هغې وویل: «له کله نه چې اسلامي امارت راغلی، موږ خپله تقاعدي نه‌ده اخيستې، له کومې بلې مراجعې يا نهاد له لوري هم راسره مرسته نه‌ده شوې، حتا په کوم ځای کې چې موږ کار کوو، د هغوی له لوري هم راسره کومه مرسته نه‌ده شوې. پنځه لکه افغانۍ قرضدار يوو. اولادونه مې بېکاره دي.»

صابره او خاوند یې بیا دواړه تقاعد شوي دي. دې هم د نورو تقاعد شویو مېرمنو په څېر هیله لرله چې د تقاعد پر پیسو به خپلې اړتیاوې پوره کوي، خو وايي، اوس حیرانه ده چې څه وکړي.

هغه له سرپرست حکومت غواړي چې د تقاعد پیسې دې ورکړي او دا یې حق دی. «کله چې يو مامور يوه ښوونکې يا دولتي کارمند څلوېښت کاله کار وکړي دایې مسلم حق دی چې بايد یې امتياز ورکړل شي. نه دا چې ووايي چې ګناه ده. ايا روزي واخېستل ګناه ده!؟»

صابره هیله لري چې غږ به یې چارواکي واوري او په وینا یې، اړتیاوې یې، ډېرې او دا او خاوند یې وزګاره دي.«موږ څلورلارې کې بند پاتې یو، موږ انسانان يو، خواراک لرو پوښاک لرو، ناروغيانې لرو اوونۍ کې دوه‌ ځله روغتون ته ځو. ستونزې ډېرو لرو، خدای دی وکړي چې لوړپوړي چارواکي زموږ غږ واوري. موږ دې په تمه وو، چې که زاړه شو تقاعدي خو لرو چې زموږ مصرف پوره کولای شي؛ خو اوس حيرانه پاتې يم، زه وزګاره يم، مېړه وزګاره دی.»

بل‌خوا د تقاعد شویو ټولنې مسوولان وايي، د متقاعدینو د حقونو  ورکړې لپاره د ریاست‌الوزرا په ګډون یې د سرپرست حکمت د بېلابېلو ادارو دروازې ورټکولي، خو په وینا یې، غږ یې چا نه‌دی اورېدلی.

د تقاعد شویو د ټولنې مشر افندي ‌سنګر وویل: «حقوق یې نه دي ورکړل شوي. نه یې نر ته ورکړي او نه ښځينه ته. درې کاله کېږي چې موږ په مختلفو پلمو غولوي. دا اخېرو وختو کې زه ان تر کندهاره پورې تللی یم؛ له ټولو وزیرانو سره ما له نږدې ملاقاتونه کړي؛ دغه مشکلات مو چارواکو ته رسولي، خو تراوسه ستونزه نه ده حل شوې. پاتې ده، څو چې امیرالمومینین امر ونه‌کړي.»

د دغې ټولنې مسوولان همداراز وايي، تر هغو به خپلو  اعتراضونو  ته دوام ورکوي چې تقاعد یې نه‌وي ورکړل شوی. د دوی په وینا د تقاعد پیسې د دوی له معاش څخه ګرخول شوي دي.

د متقاعدو  پولیسو د شورا  مشر  شکرالله امان‌زوی سلام‌وطندار ته وویل: «موږ د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره چې زموږ مسلم حق دی، غږ اوچتوو او د قانون په چوکاټ کې به هره دروازه ټکوو. مسؤولينو ته به خپل ځان او غږ ورسوو. دا زموږ حق دی او هېڅوک نه شي کولای چې موږ ته ووايي چې تاسو خپل غږ مه پورته کوئ…»

د تقاعد شویو مېرمنو د حقونو ورکړې په اړه د مالیې وزارت مسوولان وايي، د تقاعد حقونو د ورکړې طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوي او له لارښوونې وروسته به دې برخه کې اجرات وشي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وویل: «د تقاعد د ورکړې یا نه ورکړې په برخه کې تر اوسه د مشرتابه عالي مقام څخه هېڅ  ډول هدایت د  ماليې وزارت ته نه دی راغلی. ماليې وزارت ته چې د مشرتابه  عالي مقام څخه ډول هدایت راشی، ان شاالله هغه ډول اجرائت به کېږي.»

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت سره نږدې ۱۴۹زره متقاعدین ثبت دي چې ۱۰زره یې مېرمنې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام