که څه هم هلمند کې د نورو ولایتونو په پرتله رسټورانټونه کم دي، خو مالکان یې وايي، د توکو د لوړو بیو له امله اړ شوي چې خپل رسټورانټونه وتړي.
اغاولي افغان د لښکرګاه ښار په یوې څنډه کي له کلونو راهیسې د چپسو د پلورلو کراچۍ لري، نوموړی وايي چې پخوا به یې د چپسو په پلورلو سره د خپل کور ټول لګښت پوره کاوه، خو اوس د توکو لوړې بیې اړ کړی چې د چپسو د پخولو او پلورلو کاروبار بند کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال عزیزاحمد او اسدالله امیري چې لښکرګاه ښار کې رسټورانټونه لري، په دغه ولایت کې د توکو د لوړو بیو څخه شکایت کوي.
د دوی په وینا، د لوړو بیو له امله نشي کولای چې د رسټورانټ کرایه، د کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه پوره کړي.
په ورته مهال د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو او مطبوعاتو مسوول محمدطاهر ابشار لښکرګاه ښار کې د توکو لوړې بیې تاییدوي، خو په وینا یې چې دا یوه نړیواله ستونزه ده.
محمدطاهر وايي چې د لښکرګاه ښار هټۍوالو ته توکي په لوړه بیه راځي او دوی اړ دي چې پر ښاریانو توکي په لوړه بیه وپلوري.
د هغه په خبره، سره له دې چې لښکرګاه ښاروالي په هرو پنځلسو ورځو کې نرخنامې جوړوي، ترڅنګ يې څارنه هم کوي او هغه کسان چې له قانون څخه سرغړونه کوي، قانوني چلن به ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هلمند سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د خوراکي توکو لوړو بیو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.