د هلمند د نوې رامنځته شوې بهرامچې ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي، ښوونیزو او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې دي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرامچې ولسوالي یوه اوسېدونکي احسان‌الله وویل: «د دې ځای لارې ورانې دي، پوخ سړک نه‌لرو، ډېری د عامو خلکو موټران په دښتو او ریګونو کې ورک شي ان ژوند له لاسه ورکړي، خو بیا هم څوک نه خبریږي، ځکه دلته تلیفونونه هم په ډېرو ځایونو کې کار نه کوي.»

په ورته مهال د هلمند محلي مسوولان یادې ولسوالي کې شته ستونزې تاییدوي او وايي چې د امکان تر بریده به شته ستونزې حل کړي. دوی زیاتوي چې پرمختیايي پروژو کې یې لرو پرتو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړی دی.

 د بهرامچې ولسوالي، ولسوال اسدالله عمري وویل: «موږ له ټولو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه ده چي تر نورو ولسوالیو دې بهرامچې ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه دا د ګاونډي پاکستان سره هم سرحده ولسوالي ده. نورې ولسوالي تر دې ولسوالي یو څه ښه دي، خو په دې ولسوالي کې هېڅ اسانتیاوې نشته.»

بل‌خوا د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض بیا وايي چې دوی یاده ولسوالي کې د شته ستونزو د حل برخه کې جدي ده او په وینا یې، دې ولسوالي کې ډېری چارې په تدریجي توګه مخته وړل کېږي.

هغه وویل: «دا یوه نوې تشکیل شوې ولسوالي ده. موږ د دې ولسوالي ډېری چارې په تدریجي ډول مخته وړو. هلمند ولایتي اداره دې ولسوالي کې شته ستونزو د رسېدو په پاره جدي دی.»

بهرامچه ولسوالي د هلمند مرکز لښکرګاه ښار سوېل ته په کابو ۳۰۰ کیلومټرۍ کې پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې نوې تشکیل شوې چې څو ورځې وړاندې دغه ولسوالي کې د قطر یوه چارواکي له لوري یو لړ پروژې هم پیل شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد قطري چارواکي له لوري دې ولسوالي کې د رغنیزو او ودانیزو چارو درې پروژې پیل شوې چې یو جومات، یو روغتیايي مرکز او یوه دیني مدرسه په‌کې شامله ده

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام