د سوېلي ولایتونو یوشمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته یې چې د کوکنارو پر کرلو بندیز لګېدلی، دوی نهدي توانېدلي چې له خپلو کښتونو عاید ترلاسه او خپل روزګار پرې وچلوي. دوی وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې هم هېڅ ډول مرسته ورسره نهده شوې. د کندهار یوه کروندګر سیداحمد سلاموطندار ته ویلي: «یونیم کال کېږي چې د کوکنارو کرل یې راباندې بند کړي. موږ غنم وکرل، خو ښه حاصل نه لري. موږ غواړو چې اصلاح شوي تخمونه راکړي.»
په کندهار کې یو بل کروندګر ګلاغا وايي: «له موږ سره هېڅ ډول همکاري نهده شوې. غنم وکرو، خو کله یې چې حاصل واخلو، ارزانېږي. کښتونه ښه حاصل نه ورکوي، اوبه نشته.»
د سوېلي ولایتونو، په تېره کندهار، هلمند او روزګان ولایتونو کروندګرو په تېرو دوو لسیزو کې د کوکنارو او نورو نشهیي توکو د کرلو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو د کوکنارو پر کرلو بندیز او د هغو د بدیلو کښتونو نه موجودیت یوشمېر کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د هلمند یو کروندګر میراجان وايي: «موږ تر اوسه داسې کښت نهدی پیدا کړی چې د کوکنارو عاید ولري؛ البته ځینې کښتونه شته، خو موږ یې د کرلو امکانات نه لرو؛ ځکه ډېر لګښت لري. موږ له حکومت څخه غواړو چې موږ ته داسې یو بدیل کښت پیدا کړي.»
د کندهار یوشمېر کروندګر وايي چې زعفران، ینجه او ځیره د دغه ولایت د ځمکو لپاره د کوکنارو د کښت ښه بدیل کېدای شي او کولای شي ښه حاصل ترې واخلي، خو دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.
د کندهار یو بل کروندګر احسانالله وايي: «زموږ ځمکې د نورو کښتونو په پرتله د زعفرانو، ینجې او ځیرې لپاره ښې دي او ښه حاصل ورکوي. موږ ته یې باید اصلاح شوي تخمونه راکړل شي.»
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې افغانستان ته ځینې کارپوهان رالېږلي چې دلته د کوکنارو پر بدیلو کښتونو بحثونه وکړي.
د ا.ا د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت که څه هم دا پروسه نه رد او نه هم تاییدوي، خو زیاتوي چې ملګرو ملتونو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول همکاري نهده کړې.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیبالله احمدي سلاموطندار ته ویلي چې دغه معینیت په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره هر ډول بحث او همکارۍ ته چمتو دی. هغه زیاتوي: «موږ د هر ډول مرستې او همکارۍ هرکلی کوو چې که له بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې کېږي او ورسره همکاره یوو.»
بلهخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین وايي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د پام وړ همکاري نهده کړې او له ملګرو ملتونو غواړو چې په دې برخه کې له کرنې وزارت سره همغږي وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی ظاهر بهزاد هم ټینګار کوي چې د کوکنارو د کښت مخنیوي لپاره باید له کروندګرو سره د بدیلو کښتونو په برخه کې نه یوازې همکاري وشي، بلکې د محصولاتو لپاره یې باید بازارموندنه هم وشي. هغه زیاتوي: «بزګرانو چې د کوکنارو د کښت له لارې کوم عواید ترلاسه کول، تل به یې کرلو ته لېواله وي. دولت کولای شي چې زعفران او ینجه د کوکنارو د کښت بدیل وګرځوي او ورته بازارموندنه وکړي.»
افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کندو حیثیت درلود او د نړۍ تر ټولو ډېره برخه تریاک او چرس پهکې تولیدېدل چې نه یوازې د نشهيي توکو قاچاقیان پهکې میلیونران شول، بلکې د دغو محصولاتو کروندګرو ته یې هم ګټه رسوله.