که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر راکم شوی، خو روغتیاپالان وايي، که د خلکو بې‌پروايي همداسې روانه وي او کورونا ویروس جدي ونه ګڼي‌، لوی ناورین به رامنځته کړي.

یو‌شمېر ډاکټران وايي، که د کورونا ویروس پر وړاندې خلک همداسې بې‌‌غوره وي، پایلې به یې ګواښوونکې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د یوه خصوصي روغتون ډاکتر بشیر‌احمد ګلاب وایي، له څه مودې راهیسې د هېواد په ولایتونو او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې خلک د کورونا پر وړاندې بې‌غوري کوي او د دغه وضعیت دوام به، ناوړه پایلې ولري.

ګلاب زیاتوي چې کورونا ویروس لا هم له خلکو قرباني اخلي. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې خلکو ته د رسنیو له لار عامه پوهاوی ورکړي، څو د دې ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنوی وشي.

ګلاب وویل: «زموږ مراجعین د ورځ ۶،۵،۴،۲ کسانو ته رسېږي، ډېری هغه کسان دي چې عمر یې ډېر وي او د شکر او پښتورګو ناروغي لري، يا د وجود مقاومت یې کم وي، هغوی ډېر ځوروي او بستر کېږي.»

د کابل اوسېدونکی میلاد نبي‌باور چې پر کورونا ویروس اخته شوی، پر دغې ناروغۍ د اخته‌کېدو په اړه داسې وايي.

«زه یې هم نیولی وم. ۳۵ ورځې روغتون کې بستر شوم. حتا وینه مې لخته شوه، دومره سخت یې نیولی وم چې اوس هم ترې ډارېږم. خو بیا هم یو څه مې اوس وجود ورسره مقاومت کولای شي. واکسین مې نه‌دی کړی، ځکه هغه وخت ترې وډار شوم. زموږ ولایت او کلي کې چې ډېری خلکو واکسین کاوه، وینه یې لخته کېده او وروسته مړه شول، نو ما و نه‌کړ.»

د کابل دغه اوسېدونکی وايي چې کورونا یوه ګواښوونکې ناروغي ده او خلک باید ورته پام وکړي. نوموړی پر مرستندویه او هغو ادارو چې د روغتیا برخه کې کار کوي، غواړي چې د خلکو د پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ کړي.

د کابل اوسېدونکې سارا وايي، کورونا یوه وژونکې ناروغي ده او که پام ورته ونه‌شي، ناوړین به رامنځته شي.

نوموړې وايي: «کورونا یوه ګواښوونکې ناروغي ده. زما پلار یې سخت نیولی و. هغه یې قرنطین کړ او اوس یې واکسین کړی، ځکه ډېره وېره نه‌لرو. باید خلک جدي پام وکړي. کومې سپارښتنې چې د عامې روغتیا وزارت کړي، هغه باید مراعات کړي.»

په ورته مهال سارا زیاتوي چې خلک د اقتصادي ستونزو، د ټولنې بې‌باورۍ او ناپوهۍ له امله کورونا ویروس ته پام نه‌کوي. په ورته مهال قادر هغه څوک دی چې د کورونا ویروس په اړه معلومات نه‌لري. نوموړی وايي، هغه او کورنۍ يې په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

نوموړي وویل: «زه نه پوهېږم چې کورونا څه ده. څه ډول ناروغي ده. زه او زما د کورنۍ غړیو ځان‌درد، تبه او زکام تېر کړ، خو پوه نه یم چې کورونا وه، یا بله ناروغي.»

بل‌خوا د افغان جاپان روغتون رییس طارق اکبري بیا وايي چې دامهال افغانستان د کورونا له څلورې څپې سره مخ دی او که پام ورته ونه‌شي ناورین به رامنځته شي.

اکبري زیاتوي چې د خلکو د بې‌پروايۍ اصلي لامل ناپوهي ده او له بېلابېلو لارو باید پوهاوی ورکړل شي. د افغان جاپان رغتون رییس وايي: «له تېرې یوې اوونۍ راهیسې موږ سره په ورځ کې ۷۰ تر ۷۵ کسان بسترېږي او په ورځ کې تر دوه یا درې مړینې لرو. مونږ اوس له څلورمې څپې سره مخ یو او که جدي و نه‌ګڼل شي، د درېیمې یا دویمې څپې په څېر به مړینه ولرو.»

افغانستان کې له کورونا سره مبارزه یو له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي چې د روزل شویو طبي کدرونو نه‌‌شتون، د اړینو وسایلو او امکاناتو کمښت او اقتصادي کمزورتیا هغه څه دي چې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې چاره یې له ننګونو سره مخ کړې ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د کورونا ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ښار په مرکز ووهان کې ثبت شوه چې وروسته ټولې نړۍ ته خپره شوه. افغانستان کې د کورونا ویروس لومړنۍ مثبتې پېښې په هرات او غور ولایتونو کې ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، نړۍ کې په یوه اوونۍ کې د کورونا ویروس یو لک اتیا زره نوې پېښې ثبت شوې او د مړینې شمېر یې ۷ زرو شاوخوا ته رسېدلی دی. خو په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې ۷۰ پېښې ثبت کېږي او مړینه د پخوا په پرتله کمه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کورونا یو ساري ناروغي ده چې ډېر ژر له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي. خو که پام ورته ونه‌شي‎، لرې به نه‌وي چې افغانستان له دې اړخه ناورین سره مخ شي او مخنوی به يې هم ناشونی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام