د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم‌ګل حقاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې سر له سبا څخه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له سره پیلوي چې هېواد‌والو ته به د پاسپورټونو د ورکړې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

پنجشیر، زابل، ارزگان، بامیان، فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، جوزجان، سمنگان او بغلان هغه ولایتونه دي چې سر له سبا پکې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم‌ګل حقاني په دغه خبري غونډه کې له هیوادوالو غوښتنه وکړه چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره دې خپلو ولایتونو کې غوښتنلیکونه ورکړي او د جعلي اسنادو له جوړولو دې ډډه وکړي.

په ورته مهال عالم‌‌ګل حقاني وايي، د پاسپورټونو د بیا پیلېدو راهیسې يې تر اوسه ۷۵ کمېشن‌کاران چې د پیسو په بدل کې يې خلکو ته پاسپورټونه جوړول، نیولي دي.

عالم‌ګل حقاني همداراز وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یو لک ۲۵زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.

د پاسپورټ ریاست د چارسبمالي په خبره، یاده اداره تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې چاپ شوي پاسپورټونه لري او تر یادې نېټې پورې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نوم وېشل کېږي.

د پاسپورټ ریاست مسوولان همداراز وايي، په پاسپورټ ریاست کې د رامنځ ته شوې تخنیکي ستونزې له هواري وروسته به کابل کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر هېواد د اسلامي امارت تر ولکې وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې وه، خو د روان کال د تلې میاشتې پر ۱۳ نېټه د هېوادوالو په غوښتنه یې وېش بېرته پیل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام