د پکتیا ولایت په ډنډه پټان ولسوالي کې د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال قومي مشرانو او علماوو د نجونو ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکه.
په یاده غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې د نجلۍ ولور به څلور لکه افغانۍ او د دویم واده یا په بنې د نجلۍ لپاره بیا څلور لکه او پنځوس زره افغانۍ ولور ټاکل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غونډه کې قومي مشرانو او د دغه ولسوالي اوسېدونکو د کونډې لپاره ۲۰۰زره افغانۍ ولور ټاکل دی.
په ورته مهال غونډه کې د اخترونو، نوروز او نورو دودنو په نوم د نجلۍ کور ته د خواړو وروړلو او نورو لګښتونو هم بندیز لګېدلی. د غونډې ګډونوالو همداراز د نجلۍ سره او سپین زر هم بند کړي دي.
د ډنډپټان ولسوالي په جوړې شوې ولسي غونډه کې د ا.ا استازي احسان الله مصطفی وویل چې د علماوو او قومي مشرانو له لوري شوې پرېکړه مهمه ده او باید ټول ورته درناوی ولري.
د نوموړي په وینا، که چا په دغه ناسته کې له یادو شویو مواردو سرغړونه وکړه، قانوني چلن به ورسره کېږي.
له دې وړاندې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالي کې هم قومي مشرانو، علماوو او عامو خلکو د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال د نجونو د ولور راکمولو په پرېکړه کړې وه.