د زابل روغتیایي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د شاهجوی ولسوالي په «شیخال» کلي کې یوه نوې ناپېژنده ناروغۍ خپره شوې چې د ماشومانو په ګډون، یوشمېر کسان پرې اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالي کې تراوسه د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هغه په وینا، د زابل روغتیایي کارکوونکو د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره اقدام کړی او بېلابېلو سیمو ته یې روغتیایي ټیمونه استولي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې تراوسه پر دې ناروغۍ د اخته ۱۰۰ کسانو درملنه شوې او د ۲۰ نورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی چې ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا مسوولان ټینګار کوي چې تراوسه د دې ناروغۍ له امله څوک نه دي مړه شوي، خو بیا هم روغتیایي ټیمونه ګومارل شوي، څو په بېلابېلو سیمو کې د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره خدمات وړاندې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مسوولان زیاتوي چې دا ناروغۍ کولرا ته ورته ده، خو د تشخیص لپاره یې هڅې روانې دي. څو موده مخکې هم په زابل کې یو ډول ویروسي ناروغۍ خپره شوې وه چې سلګونه ماشومان پرې اخته شوي وو.