ټاکل شوې چې د اوسلو فورم کلنۍ ناسته نن سه‌شنبه پیل شي او سبا ورځ به هم دوام ولري. دغه ناسته چې بحثونه یې تر ډېره د کړکېچونو د هواري او د سولې پر موضوعاتو څرخي د ناروې په پلازمېنه کې جوړېږي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د منځني ختیځ، اوکراین، افغانستان، یمن، ونزویلا، ایټوپیا او نور هغه هېوادونه چې جګړه په‌کې روانه ده، د یادې ناستې د خبرو اصلي محور وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د حکومتونو چارواکي، کارپوهان او په جګړو کې د ښکېلو لوریو شاوخوا سلو اسازیو دې فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا هغه کسان دي چې د شخړو په هواري کې یې د منځګړو په توګه رول لوبولی یا یې لوبوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفلډ د دغې ناستې کوربه‌توب پر غاړه لري. نوموړې ویلي چې په وروستیو کلونو کې ژوپولیتیکي وضعیت ډېر بدلون کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ناسته هر کال د ناروې په پلازمېنه کې جوړېږي چې سږکال یې اتلسمه کلنۍ غونډه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام