د عامې ورغتیا وزارت مسوولان وایي، د کوېډ۱۹ویروس د نوي بڼې یا اومېکرون د تشخیص لپاره امکانات نه لري.
د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر سلام وطندار ته وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس ۴۰ زره تشخیصیه کېټونه شته، خو اومېکرون د عادي ماشینونو په واسطه نه شخیصېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي، د اومېکرون د ځانګړو وسايلو د برابرولو لپاره د روغتيا له نړيوال سازمان سره خبرې شوي دي او يادې ادارې ژمنه کړې، چې د راتلونکې مياشتې تر پايه به يې د عامې روغتيا وزارت ته ورکړي.
په همدې حال کې د افغان-جاپان روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبري هم د درملو، اکسیجن او د اومېکرن د تشخیصیه امکاناتو د نشتوالي په اړه اندېښنه وښوده او وېویل چې د جیپایګو روغتیايي ادارې سره یې د دغه روغتون د ستونزو د هواري په موخه دوه میاشتنی تړون لاسلیک کړی دی.
افغانستان داسې مهال د اومېکرون د تشخیصي امکاناتو له نشتون سره مخ دی چې د کوېډ۱۹ نوي بڼه په ټوله نړۍ کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې هم د اومېکرون مثبتې پېښې ثبت شوې دي.