د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی او د ښوونکيو د روزنې موسسې له پښتو ادبیاتو فارغ ۳۰ کلن ګلالی په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکی چې ۴ کاله وړاندې د نورو افغانانو په څېر د انسان قاچاقي له لوري دوکه شوی او د غریبۍ لپاره یې د اروپا په نیت نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې.
نوموړی وايي، اورېدلي يې و چې لار اسانه، کار لږ او پیسې يې زیاتې دي، نو ځکه يې د نږدې یونیم میلیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د خپل پلرني کور پلورلو ته ملا وتړله.
ګلالي وویل، د هرات له لارې د ایران زاهدانو ښار او بیا ترکیې ته رسېدو پورې څو ځله د قاچاقيانو ترمنځ لاس په لاس شو، خو یونان ته ونه رسېد.
ګلالي د پلورلي کور د پیسو ډېره برخه ترکیې ته پر لار او هلته د کډوالو یوه پټ پنډغالي «کمپ» کې د اوسېدو پرمهال ولګوله.
د ده په خبره، خپل هېواد کې یې د استادۍ پر تنخوا ګذاره کوله، خو کله چې يې د اروپا په خیالي خوبونو پسې د سیف الملوک څپلۍ په پښو کړې، نو ټولې پیسې ورنه مصرف شوې او بېرته په ډېر زحمت تش لاس کندهار ته ستون شو.
هېواد کې د کورونا ویروس د خورېدو له کبله رامنځ ته شوي وضعیت د ګلالي اقتصادي حالت نور هم ځپلی.
دی له نورو ځوانانو غواړي چې پردیو هېوادونو ته د تګ پرځای خپله شتمني همدلته ولګوي، ځکه پردیو هېوادونو ته څوک په اسانۍ نه شي رسېدلای.
په ورته وخت کې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس دوست محمد نایاب هم اندېښنه ښيي چې دغه ولایت نه د کډوالو قاچاق کچه لوړه ده.
د ناياب په خبره، کډوال د لارې اوږدو کې د قاچاقيانو، غلو او د نورو هېوادونو د پولیسو ناوړه چلند سره مخ کېږي او پر نامنظمې کډوالۍ د تلونکيو کسانو حالت خورا ځورونکی دی.
هغه زیاته کړه چې دغو ستونزو ته په کتو یې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، څو په دې ډول د ځوانانو د نامنظمې کډوالۍ مخه ونیسي.
په همدې حال کې افغانستان کې د کډوالو د معلوماتي مرکز همغږیکوونکی سیدشېر حسین هنریار وايي، مرکز کابل او نورو ولایتونو کي یې عملا پوهنتونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو ځایونو کې د نامنظمې کډوالۍ د ناوړه پايلو په اړه له خلکو سره خپل معلومات شریک کړي، ترڅو په دې ډول دغه ستونزه که یو مخ ورکه نه شي، نو کچه خوبه يې ټیټه شي.
د هغه په خبره، کمپاینونو یې ګټه کړې او زیات شمېر کسان چي غوښتل يې په ناقانونه ډول هېواد پرېږدي، بېرته هېواد کې پاته شوي دي.
کډوالي او په ځانګړې توګه نامنظمه کډوالي یوه له هغو ننګونو ده چې دې وروستیو کلونو کې افغانستان کې د ناامنیو په زیاتېدو سره، نوره هم پراخه شوې او په دې توګه هر کال زرګونه افغانان د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته مخه کوي.
خو کندهار کې مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي وايي، یوازې په عامه پوهاوي ورکولو ستونزه نه حلېږي او جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې تر هرڅه لومړی تلپاتې اوربند ته ژمن شي او په دې ډول بهر ته د ناقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.