د جون میاشتې شلمه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ په ټوله نړۍ کې کډوالو ته د درناوي په موخه د ملګروملتونو سازمان له خوا په دې نوم نومول شوې. د کډوال په نړیواله ورځ د کډوالو له ځواک او زړورتیا څخه چې له ستونزو، نښتو او ځورونې څخه یې د تېښتې لپاره ترسره کوي، نمانځنه کېږي.
سره له دې چې کلونه له دغې ورځې څخه نمانځنه کېږي، خو د نړۍ په ګڼشمېر هېوادونو کې د کډوالو په وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی. د کډوالو ډېره برخه د سوډان، سوماليې، سوریې، افغانستان او ځینې نورو جګړه ځپلو او بېوزله هېوادونو وګړي جوړوي.
د دغو هېوادونو اوسېدونکي له معمول سره سم د خپل ځان د خوندیتوب لپاره د هېواد خوشې کولو ته اړ کېږي، خو د موخې هېواد ته د رسېدو په لاره کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رضا یو له هغو افغانانو دی چې څلور کاله وړاندې یې د یو لړ ستونزو له امله ترکیې ته کډوالي کړې. هغه وايي، تر یوه کال پورې د کار او روغتیايي خدمتونو څځه د ګټې اخیستو په څېر خپلو لومړنیو حقونو څخه بېبرخې وو. رضا وايي، ترکیه کې هغه کسان چې د پېژندګلوۍ کارتونه نه لري، نه شي کولای، روغتون ته لاړ شي او دا د پناهغوښتونکو تر ټولو لویه ستونزه ده.
د هغه په وینا، له کله چې کورونا ویروس خپور شوی د هغوی ستونزې دوه برابره شوي او اوس د هویت کارت په درلودو هم نهشي کولای چې روغتون ته مراجعه وکړي او له ښاري لېږدونکو وسایطو څخه کار واخلي.
هغه وویل: «زمونږ یوه عمده ستونزه دا وه چې د کار اجازه مو نه لرله. په ترکیه کې پناه غوښتونکي هېڅ د کار اجازه نه لري، بله ستونزه مو د هویت کارت نه لرل وو چې له شاوخوا یو کال وروسته مو تر لاسه کړ.»
په همدې حال کې حبیب یو بل هغه کډوال دی، چې شاوخوا ۷ کاله اندونیزیا کې ژوند کوي، دی وايي چې د کډوالو کمپ کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د هغه په وینا، ګڼشمېر هغه کډوال چې اندونیزیا کې ژوند کوي، له ټولو لومړنیو حقونو څخه محروم دي او ځینې کډوال اړ دي، څو کلونه کلونه کمپونو کې د زندانیانو په څېر ژوند وکړي. حبیب وايي، د کورونا ویروس په پراخېدو سره سفارتونه تړل شوي او د کډوالو د کارونو مخکې وړلو بهیر ځنډول شوی دی.
- غور کې بېوزلي او ناامني؛ پر خوارځواکي د ماشومانو د اخته کېدو اصلي لامل
- افغانستان کې یو میلیون ماشومان پر نشهيي توکو روږدي دي
- د سیمې هېوادونو کې ډېری کارګر ماشومان افغانان دي
هغه وایي: «پناه غوښتونکو ته په اندونیزیا کې عمده ستونزې دا دي چې له لومړنیو حقونو لکه: کار او زده کړو محروم دي. ډېر کډوال دلته ستړي دي او یوشمېر کډوال کلونه کېږي چې په کمپ او زندان کې پاتې دي او نا هیلې شوي دي.»
دغه کډوال له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د هغوی د ژوند ښهوالي لپاره ګټور کارونه ترسره کړي. مینا اسدي هم کډواله ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې اندونیزیا کې ژوند کوي. هغه د کراټې لوبې ښوونکې ده او کابل کې یې فعالیتونه لامل شول چې د بېلابېلو ادرسونو څخه ورته ګواښونه وشي.
هغې اندونیزیا ته تر تلو وروسته هم هڅه کړې چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د کراټې لوبه ور زده کړي.
لومړیو ورځو کې یې له کوچني ځایه له یو څو زدهکونکو سره کار پیل کړ، خو اوس لسګونو کډوالو ته د کاراتې روزنه ورکوي.
هغه وایي: « زه مینا اسدي یم په اندونیزیا کې د سیسورا کراټې ټیم ښوونکې. نورو پناه غوښتونکو ته مې پیغام دادی چې له یوبل زده کړه وکړي، پياوړي اووسي او هېڅ کله تسلیم نه شي، موکې له لاسه مه ورکوئ. دا مو د مهارتونو د لوړولو لپاره ښه وخت دی. مونږ له یوبل سره کولای شو (بریالي یو).»
بلخوا، اندونیزیا کې یوشمېر کډوال له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټویټر کې د «هزاره ریفیوجیز Hazara Refujees» تر نوم لاندې یو هشتګ په لاره اچولی او اندونیزیا او ټایلنډ کې د زرګونو هزاره کډوالو لپاره غږ پورته کوي.
کابل کې د امریکا سفارت ویلي، د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت به د افغانستان له کډوالو، پناهغوښتونکو او کورنیو بېځایه شوو ملاتړ وکړي.