د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې ۵۵سلنه کورنۍ د خپلو ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره د عاید سرچینې نه لري.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۱۶سلنه کورنۍ په شپه او ورځ کې یو وخت یا له دې هم کمو خوړو ته لاسرسی لري. د یاد راپور پربسنټ، افغانستان کې نږدې ۲.۸ میلیونه کورنۍ پوروړې یادې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې یوشمېر هېوادوال چې د خپلو کورنیو د ګټې وټې مسوولیت ورپه غاړه دی، له بېروزګارۍ شکایت کوي. د کابل ښار یو اوسېدونکی نظرمحمد وايي، د ژوندي پاتېکېدو لپاره اوس یوازې وچې ډوډۍ لري.
عبیدالله هم چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، مخکې یې په یوه دفتر کې د اشپزي دنده لرله، خو اوس وزګاره او له بد اقتصادي وضیعت سره مخ دی. هغه ۵ ماشومان لري او له اسلامي امارت څخه غواړي چې اقتصادي وضعیت ته یې پام وکړي.
له دې سره د اسلامي امارت مسوولان د اقتصادي او تولیدي سرچینو نه شتون او د وزګارتیا لوړه کچه د خلکو د عاید کمېدو مهم لاملونه بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار ته ویلي چې د ولس د اقتصادي وضعیت ښهوالي او د خلکو د پېرلو ځواک لوړولو لپاره د نورو بنسټونو په همکارۍ، پر لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغانانو اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ شوی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په دغه راپور کې همدارنګه ویلي شوي، افغانستان کې ۶۹ سلنه کورنۍ د اړتیا وړ خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.