غزني کې بېوخته او سختو اورښتونو او ږلۍ د کروندګرو او باغلرونکو ترڅنګ د مېوو او کرنیزو محصولاتو یوشمېر سوداګر زیانمن کړي دي.
غزني د کرنیزو محصولاتو یوه سوداګر محمد نادر سلاموطندار ته ویلي چې د تل په څېر کرنیز محصولات حاصل ته له رسېدو وړاندې پېري، خو په دې وروستیو کې ږلۍ او بارانونو تر ډېره د سږکال محصولات له منځه وړي دي. نوموړی وايي، د قرارداد له مخې، اړی دی چې د دغو محصولاتو ټولې پيسې باغلرونکو ته ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «من مې څلور نیم سوه کلدارې اخیستی. وړاندې له دې چې ږلۍ وشي. له بده مرغه چې د کار پرمهال ږلۍ راغله. د کلي ډېری خلک بېوزله دي، زه هم تاواني شوم، په همدې دوو موټرو کې ډېر تاواني شوم.»
په ورته مهال یو بل سوداګر محمد هاشم هم وايي، د ږلۍ له امله سلګونه د شفتالو ونې چې له وړاندې یې پېرلې وې، خرابې شوي او زیان یې کړی دی.
د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي مشر ګلابالدین امیري هم سوداګرو ته د تاوان رسېدل مني او وايي، زیانمنې شوې مېووې په سمه بیه نه پلورل کېږي او سوداګر اړ دي چې د زیان په ګاللو سره یې ارزانه وپلوري.
هغه وویل: «سوداګرو چې له وړاندې له کروندګرو باغونه اخیستي وو، زیانمن شوي دي. دا تاوان ډېر لوی دی. د مېوې د راټولو پرمهال ږلۍ وشوه او خلکو ته زیات زیان ورساوه.»
په ورته وخت کې د غزني د صنعت او کانونو خونې مسوول عبدالرحمان وايي، د اټکل له مخې تر ۸۰ سلنې پورې سوداګر زیانمن شوي دي.
د غزني د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د باغدارۍ مدیر ذکریا هوتک هم د ږلۍ او بارانونو له امله اوښتي زیانونه تاییدوي. ده وویل، تر ډېره د غزني مرکز او سوېلي ولسوالیو کې د مېوو باغونه او د غنمو او کچالو کروندې زیانمنې شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
طبیعي پېښې، کرنیز افتونه او له کروندګرو او د کرنیزو محصولاتو له سوداګرو څخه د ملاتړ لپاره د دولت د منظمو پروګرامونو نهشتون، وخت ناوخته د دغه ټبر د زیانمنېدو لامل شوی دی.