د خوړو نړیوال پروګرام په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دې ترڅنګ د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې د دوه میلیونه کسانو سرپرستي ښځو ته ورتر غاړې ده.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې ځینې مېندې د خپلو ماشومانو ارامولو لپاره حتا له انټيهسټامین درملو څخه استفاده کوي. انټيهسټامین نشهيي درمل دي چې د مسمومیت لپاره کارول کېږي.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره کافي بودیجه نهلري.
په همدې حال کې د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د یاد ښار بازارونو کې د خوراکي توکو د لوړو بیو او عاید نهشتون څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې د اړتیا وړ خوراکي توکو د برابرولو توان هم نهلري.
د کابل اوسېدونکی ۴۰کلن محمدصابر چې په یوه پښه فلج دی، وايي، هره ورځ د ښار پر سړکونو په یوه پښه پلاسټیکي کوزې پلوري، خو په وینا یې، د ورځې تر پایه یوازې دوه یا درې کوزې پلوري چې د کورنۍ خوراکي توکو برابرولو لپاره ورته بسنه نهکوي.
هغه د بېوزلۍ او خراب روزګار څخه په ګېلې سره وايي چې ډېری وخت د وچې ډوډۍ د برابرولو وس هم نهلري. «روزګار خراب دی. سهار تر ماښامه ګرځم دوه یا درې هم نهپلورل کېږي. کور کې شپږ کسان یوو او بل ګټیالی نهلرم، نه پوهېږم څه وکړم، سوند توکي هم نهلرم.»
بلخوا د اقتصاد وزارت نړیوال محدودیتونه هېواد کې د بېوزلۍ د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه ګڼي او د بېوزلۍ لهمنځه وړو لپاره د دغه وزارت له هڅو ډاډ ورکوي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلاموطندار وویل: «بېوزلي زموږ هېواد کې له پخوا ده. د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدل یې یو تر ټولو اصلي لامل دی. دغه وزارت د یادې ستونزې هواري لپاره د کورنیو تولیداتو پر ودې، پر کلیدي سکټورونو د پانګونې او د کوچنیو او لویو صنایعو پر پراختیا تمرکز لري.
افغانستان کې د بېوزلۍ کچه د جمهوریت په وروستیو کلونو، د سرپرست حکومت تر بیاځلې واکمنۍ او د یوشمېر نړیوالو مرستندویه ادارو له لورې د ځینو پروژو په ځنډیدو او درولو سره نوره هم لوړه شوې.