کورونا ناروغي د ویروسونو د کورنۍ له ډلې یوه ساري ناروغۍ ده چې په انسانانو او څارویو کې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي. کورونا په انسانانو کې ساه لنډي، تنفسي سنډروم، میرس او شدید تنفسي سینډروم، سارس او د نورو بېلابېلو ګواښوونکو ناروغیو لامل کېږي.
کویډ۱۹ په کال ۲۰۱۹ میلادي کې د چین په ووهان ښار کې تر خپرېدو وړاندې نهوه پېژندل شوې. اومیکرون د کووید-۱۹ یوه نوې بڼه ده چې ۲۰۲۱ میلادي کال کې په سوېلي افریقا کې کشف شو او څېړونکي یې د نړۍ لپار ګواښوونکې بولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اومېکرون ناروغۍ علمي نوم B ۱.۱.۵۲۹ دی چې د کورونا په پرتله یې د خپراوي چټګتیا ډېره ده د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وبا به له نړۍ څخه په نږدې وخت کې لهمنځه لاړ نه شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په دې ویروس هغه کسان هم اخته کېږي چې د کورونا ضد واکسین یې کړی وي.
د کورونا اومېکرون بڼې نښې نښانې د بدن درد، سر درد، پرنجي، د پوزې بهېدل، د ستوني خارښ او ستړیا دي. په دغه ناروغۍ اخته کسان باید لږ تر لږه د ۵ ورځو لپاره په قرنطین کې پاتې شي.
همدارنګه، د هغو کسانو لپاره چې واکسین یې نه دي کړي، یا هم نورې ناروغۍ لکه شکر، د زړه، د معدې او نورې ناروغۍ لري، د قرنطین موده بیا د ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې ده.
د اومېکرون ویروس د کورونا ویروس سره ۳۲ بدلونونه لري چې د معافیت سېسټم خرابولو سربېره حجرو ته هم ننوځي او په اسانی خپرېږي، ځکه په دې اړه ساینس پوهان وېره لري چې د اومېکرون ویروس ممکن د پخواني ګویډ ۱۹ څخه ډېر چټک او خطرناک وي.
د اومېکرون مخنیوي لپاره روغتیاپالان ځینې سپارښتنې کوي چې خلک باید ټولنیز واټن په مراعتولو، د لاسونو بیا بیا وینځلو او له ماسک څخه په استفادې کولای شي، د کورونا ناروغۍ مخه ونیسي.
په همدې حال کې روغتیاپالان وایي، د اومېکرون ویروس چې د کورونا ناروغۍ له ډولونو څخه ده، که پروړاندې یې بې پروایي وشي، بدې پایلې به ولري.
په دې تړاو د افغان جاپان روغتون ډاکټر حشمتالله فیضی وایي، اومکېرون د کورونا ناروغي نوې بڼه ده. د هغه په خبره، دا د افغانستان لپاره ځکه ګواښوونکې ده چې د تشخیص لپاره ماشینونه نشته.
نوموړي وویل: «افغانستان کې د دغه ناروغي د تشخیص لپاره ماشین نشته، نو موږ پېښې نشو ثبتولی. علایم یې دا دي چې تبه شدیده نه ده، خو د ستوني درد زیات دی، د سترګو سوروالی ډېر دی او هغه کسان چې شکر، تبرګلوز او نورې ناروغی لري پر دوی بد تاثیر کوي، په سرعت انتقال مومي، خو شدت نظر تېر ډول ته کم دی.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلاموطندار ته وايي چې د اومکېرون د تشخیص لپاره کېټونه نه لري او له همدې امله افغانستان کې پر اومکېرون د اخته کسانو کره شمېرې نه لري. د نوموړي په وینا، له کابل پرته په نورو ولایتو کې د اومېکرون ناروغانو د درملنې لپاره کافي تجهیزات او وسایل نشته.
هغه زیاته کړه: «موږ د اومېکرون د تشخیص لپاره چې د کورونا یوه بڼه ده، کابل کې یو مرکز لرو چې په هغه کې ۲۳ پېښې په امتحاني ډول معاینه شوي چې ۱۵ د اومېکرون په کې وې. موږ کره معلومات نشو ورکولای چې په افغانستان کې څومره سلنه ناروغان پر اومېکرون اخته دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په داسې حال کې چې نړۍ د کویډ۱۹ له څلورمې څپې سره د مبارزې په نویو لارو چارو بوخت دي، خو په افغانستان کې له دغه ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.