کابل کې د اعتراض کوونکو د نیونو پر دوام، د افغانستان لپاره د المان سفیر پر دغې کړنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له ګوتنیوونکو سره باید د دښمن په توګه چلند ونه شي،
د افغانستان لپاره د المان سفیر پوتزل مارکوس چې اوس په دوحه کې دی، په یوه ټویټ کې ویلي چې کابل کې د ښځینه اعتراض کوونکو نیونې ناقانونه او ناعادلانه دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مارکوس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، منتقدان او اعتراض کوونکو ته باید د دښمن په ستره ونه کتل شي او د هغوی لادرکه کېدل او وژنه ناقانوني او ناعادلانه کړنه ده. نوموړي پرته له دې چې د چا یا کومې ډلې نوم واخلي ویلي، نړۍ دا کړنې له نږدې څاري او پرې خبر دی.
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ټویټرپاڼه کابل کې د افغان معترضو ښځو نیونه ناعادلانه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه اقدامات دې ژر تر ژر ودرول شي.
دا په داسې مهال ده چې د رپوټونو پر بنسټ، د وروستیو دوو اوونیو راهیسې پلازمېنه کابل کې نږدې څلور ښځې لادرکه شوې دي. مرسل عیار او زهرا محمدي دوه هغه ښځې دي چې په تازهګۍ سره یې د لادرکۍ رپوټونه خپاره شوي.